كردان افغانستان ته لېږل كيږي.

د فلنډ هېواد په پام كې لري چې هغه سلګونه كردي كډوال چې ځانونه يې افغانان معرفي كړي دي، افغانستان ته وليږي.

504669
كردان افغانستان ته لېږل كيږي.

 

 

دا ماجرا وروسته له هغه پيل شوه چې د عراق مركزي حكومت د فلنډ له هېواده غوښتنه كړې وه چې هېوادوالو ته يې پنا ورنكړي. سلګونو كردانو چې نه يې غوښتل بېرته ولېږل شي په كمپونو كې ځانونه افغانان معرفي كړي دي، اوس افغانستان ته د لېږلو د خطر سره مخامخ شوي دي.

د فلنډ د كډوالو د تر ټولو لوى كمپ يو تن كار كوونكي سوهام جبيلى څرګنده كړه چې `` د بېرته لېږلو له وېرې نه يو شمېر عراقي كردانو ځانونه د افغانانو په توګه ثبت كړي دي تر څو په نوموړي هېواد كې د پاتې كېدو چانس يې زيات شي.

د فلنډ د هېواد د نوي طرزالعمل له مخې هغه افغانان چې غوښتونليكونه يې نه دي منل شوي، بېرته خپل هېواد ته وليږي. اوس شاوخوا ۱۰۰۰ تنه كردان چې په اصل كې د ايران او عراق اوسېدونكي دي خو ځانونه يې د افغانانو په نامه ثبت كړي دي، كابل ته د لېږلو د خطر سره مخامخ شوي دي.

يو تن عراقي كرد سردار احمد د اناتوليا خبري آژانس ته ويلي دي چې `` په فلنډ كې يو تن مدافع وكيل ورته ويلي ول چې كه چېرې د افغان په نامه نومليكنه وكړئ نو د پاتې كېدو چانس به مو لوړ شي. په دې نه پوهېدو چې موږ به كابل ته لېږل كيږو.

تر اوسه پورې افغان مقاماتو ددې موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

په تركيه كې هم يو زيات شمېر پاكستاني او ايراني هېوادوال كوښښ كوي چې د افغان له هويته په ګټې اخيستنې سره دلته پاتې شي.


پيوندونه: #كابل , #كردي كډوال

اړوند خبرونه