په هندوستان کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه خونړۍ نښته وشوه
د هندوستان په شمال کې د اولترا پردیش په ایالت کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د هندوستان په شمال کې د اولترا پردیش په ایالت کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د یاد شوي ایالت د امنیتي سرچینو خبر له مخې د سوادهین بهارت سبهاش سینا په نامه د سیاسي ګوند پلویانو د حکومت نه د غوښتنو په خاطر مظاهره جوړه کړې وه.
مظاهره کوونکو چې د پولیسو خبردارۍ سره سره په ټینګار سره مظاهرې ته دوام ورکو پولیسو پرې مداخله وکړه. د پولیسو د مداخلې په پایله کې د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځه نښته پيل شوه .
په نښته کې دوه تنه پولیس او ۲۲ تنه هم مظاهره کوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د یاد شوي ایالت پولیسو ویلي دي چې ځیني مظاهره کوونکي په وسلو سمبال ول. د نښتې نه وروسته پولیسو د سلګونه میلو وسلو او ۲۰۰ تنو مظاهره کوونکو د نیولو نه خبر ورکړی دی .
د اولترا پردیش د ایالت لومړي وزیر اکهلیش یادو ویلي دي چې پدې نښته کې ۲۳ تنه پولیس تپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې د پیښې مسولین به خامخا د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
د ویلو ده چې د سوادهین سبهاش بهارت سینا د سیاسي ګوند پلویان د نږدې دوو کلونو راهیسې د حکومت پر خلاف مظاهرې کوي. نوموړو په سیمه کې په یو ملي پارک کې خیمې وهلي او سیمه يي قبضه کړې ده .
د یاد شوي ګوند مشران او پلویانو د حکومت نه د نفتو د بیې د راټیټولو غوښتنه کوي.
نوموړی سیاسي ګوند ځان د هندوستان د خپلواکۍ د ځواک یوه مهمه پارچه بولي. دوی د هندوستان د خپلواکۍ په جګړه کې د لا درکه شوي سبهاش چاندرا بوسي لارویان دي.