جرمني په ۱۹۰۴ کلونو کې په نامیبیا کې نسل وژنه کړې ده
جرمني د ۱۸۸۴ او ۱۹۱۵ کلونو ترمنځه په افریقايي هیواد نامیبیا چې ددوی مستعمره وه نسل وژنه کړې ده .
جرمني د ۱۸۸۴ او ۱۹۱۵ کلونو ترمنځه په افریقايي هیواد نامیبیا چې ددوی مستعمره وه نسل وژنه کړې ده .
د نامیبیا د هیواد د هیریرو د سیمې خلک چې د جرمني د استثمار پر خلاف اواز اوچت کړی وو او دا استثمار يي رد کړی وو د جرمني ځواکونو د مشر جنرال لودر ون ترودا په امر د هیریرو سربیره د ناما د کلي خلک هم د یو لبه په قتل رسولي وو.
دا پیښه د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۸ کلونو ترمنځه رامنځته شوې ده . ددې سربیره د یادو شوو سیمو په زرګونو تنه دښتو ته وشړل شول او په ټولیزه کمپونو کې واچول شول.
المان ځواکونو د هیریره د سیمې ۸۰ سلنه او د ناما د سیمې ۵۰ سلنه خلک په قتل ورسول.
پدې پیښو کې د هیریره د سیمې ۸۰ زره او د ناما د سیمې ۱۰ زره تنه بې ګناه او مظلوم انسانان د الماني ځواکونو لخوا په ډیرې بې رحمۍ سره په قتل ورسول شو.
همداشان په ۱۹۴۸ کال کې ملګروملتونو سازمان دا پیښه د عام وژنې په توګه اعلان کړه.
ددې پیښې نه سل کاله وروسته د جرمني حکومت دا قتل عام د نسل وژنې په توګه ومنه خو تر ننه پورې د نوموړي نسل وژنې په اړه بښنه نده غوښتې.
همداشان د نامیبیا هیواد د نوموړي قتل عام له امله د جرمني نه د غرامت غوښتنه کوي. پدې اړه خبرې روانې دي خو جرمني نه تر اوسه پورې بښنه غوښتې او نه يي هم غرامت ورکړی دی.
د نامیبیا حکومت ویلي دي چې د نوموړې پیښې قربانیان د جرمني نه د بښنې او غرامت پر ځای د پراختیايي مرستې انتظار لري خو جرمني تر اوسه پورې هیڅډول ګام ندی پورته کړی .
ترکیه د هغه هیوادونو په سر کې قرار لري چې نامیبیا ته بشري مرستې استوي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.