په سومالي کې خونړۍ چاودنه وشوه.

د سومالي په پلازمینه موګادیش کې چاودنې د نوموړي هیواد د پارلمان دوو تنو وکیلانو په ګډون ۱۵ تنه ووژل

502308
په سومالي کې  خونړۍ چاودنه وشوه.

د سومالي  په پلازمینه  موګادیش کې  د یو هوټل په مخکې  د موټر په مټ  د چاودنې په پایله کې  لږ تر لږه  ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د ویلو ده چې  پدې برید کې  د سومالي د ولسي جرګې دوو تنو وکیلانو هم  ژوند  د لاسه ورکړی دی .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  لومړی  یو تن ځانمرګي برید کوونکي  د هوټل په مخکې  د چاودیدونکو توکو نه بار موټر وچو. وروسته  نورو  برید کوونکو په امنیتي ځواکونو  برید وکړ چې نښته پيل شوه.

په چاودنه او نښته کې  د ۱۵ تنو د وژل کیدو سربیره  ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي.

د برید مسولیت د القاعدې ترهګرې ډلې  څانګې  الشباب  ډلې په غاړه اخیستی دی.

د بله پلوه  د امریکا  متحده ایالتونو د الشباب ترهګرې ډلې  د مشرانو نه  د عبدالحي حاجي داوود  باندې د بې پيلوته الوتکې د برید نه خبر ورکړی دی .

امریکا  ویلي دي ګمان کیږي  چې نوموړی  پدې برید کې  وژل شوی وي.



اړوند خبرونه