په امریکا کې په پوهنتون وسله وال برید وشو
په امریکا کې د کالیفورنیا په پوهنتون کې د وسله وال برید له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ
په امریکا متحده ایالتونو کې په پوهنتون د وسله وال برید له امله دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
برید د امریکا د کالیفورنیا په پوهنتون شوی دی .
د امریکا د لاس انجلس په ایالت کې د کالیفورنیا د پوهنتون لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د چارشنبې د سهار په لسو بجو د پوهنتون په منځ کې وسله وال برید وشو.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکي په پوهنتون کې د یو تن د وژلو نه وروسته ځان وژنه وکړه. پیښه د کالیفورنیا پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي د ودانۍ په مخکې رامنځته شوه.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي او دا لا معلومه نده چې د پیښې اصلي لامل څه دی.
د برید نه وروسته په پوهنتون کې ټیل ماټیل ویره رامنځته شوه. د پوهنتون زده کوونکو د احتمالي ترهګریز برید له امله ځانونه یو خوا او بلې خوا ته پټ کړل.
د یادولو وړ چې په امریکا کې هر کال په پوهنتونونو د ترسره کیدونکو بریدونو له امله په سلګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي.