په کاناډا کې یو مسلمان ځوان برید وشو
په کاناډا کې مسلمان ځوان د دوو تنو لخوا د خپل دین له امله ووهل شو
د کاناډا د لندن په ښار کې یو تن مسلمان ځوان د دوو تنو لخوا وډبول شو. د کاناډا د مسلمانانو د ملي شورا او پولیسو په وینا د نوموړي هیواد د لندن په ښار کې دوو تنو ځوانانو یو تن مسلمان ځوان چې د یو مارکیټ په باغچه کې د خپلې ملګرې سره ناست برید وکړ.
برید کوونکو د محمد شریفي په نامه مسلمان ځوان په وهو وهو روغتون بستري کړی دی . عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکو د برید پر مهال په لوړ اواز خپل هیواد ته لاړ شۍ، ورک شۍ، تاسې نه غواړو په څیر ګواښونه کول او ښکنځل يي کول. ویل کیږي برید کوونکو د مسلمان ځوان سربیره د هغه په ملګرې انجلۍ هم برید کړی دی.
ویل کیږي برید کوونکي ځوانان د کاناډا د لندن په ښار کې د ویسترین په پوهنتون کې د انګلیسې ادبیاتو د څانګې محصلین دي.
برید کوونکو په سیمه کې په نورو خلکو چې غوښتل يي پولیسو ته خبر ورکړي هم برید کړی دی . برید کوونکو یو تن بل چې د مسلمان د وهلو په اړه يي غبرګون ښودلی وو هم وهلی دی او ټیلیفون يي ورته مات کړی دی.
د پیښې نه لنده موده وروسته پولیس راورسیدل او برید کوونکي ونیول.
د کاناډا د مسلمانانو د ملي شورا ریس د پیښې نه وروسته خبري رسنیو ته وویل چې په کاناډا کې ټول انسانان چې کوم هیواد، قوم، مذهب او دین پلویان وي د یو شان حق او حقوقو نه برښمند دي. هیچا ته باید د هغه د عقیدې له امله سپکاوی نشي او ونه وهل شي. هغه ددې پیښې مسولینونو ته د لازمې جزا ورکولو غوښتنه وکړه او وویل ًکه چیرې دا کسان د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي په راتلونکي کې به بل څوک داسې اقدام ته زړه ښه نکړي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.