د مظاهرو کوونکو پر وړاندې د فرانسوي پولیسو شدت سخت غبرګونونه پارولي

په نورو د وینا د ازادۍ له امله نیوکې کوي او پخپله بیا د خبریالانو لخوا د مظاهرو اخیستل شوي عسکونه او فلمونه په زور سره پاکوي.

501863
د مظاهرو کوونکو پر وړاندې د فرانسوي پولیسو شدت سخت غبرګونونه پارولي
fransa polis müdahalesi basın2.jpg
fransa polis müdahalesi basın3.jpg
fransa polis müdahalesi basın1.jpg

د فرانسې د حکومت  لخوا د استخدام په قانون کې د تعدیلاتو د راوستو په خاطر پارلمان ته طرحه وړاندې شوې ده . دې طرحې  د فرانسې  د خلکو  سخت غبرګون پارولی دی. د ویلو ده چې د حکومت لخوا د استخدام په قانون کې د بدلون په خاطر د ګام پورته کولو نه راپدیخوا په نوموړي هیواد کې پراخه مظاهرې  او اعتصابونه پیل شوي دي.

د بله پلوه  د فرانسې  پولیسو  د مظاهره کوونکو پر خلاف  غوره کړي بد چلند او شدت  په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

د فرانسې  د رین په خاطر  اخیستل شوو عسکونو د مظاهره کوونکو پر خلاف  د پولیسو  شدت  نړۍ ته ښکاره کړې دی.

د فرانسې  د رین په ښار کې  پولیسو  د مظاهره کوونکو سربیره  په خبریالانو او مطبوعاتو د کارکوونکو پر وړاندې هم  د شدت نه کار اخیستی دی.

د رین په ښار کې  پولیسو ځیني   خبریالان  او کمره ماینان  چې  د پیښو  عکسونه يي اخیستل او فلمبرداري يي کوله  نیولي  او په زور سره پرې  اخیستې عسکونه او فلمونه پاک کړي دي.

همداشان د فرانسې  روانو پیښو  د لویدیځوالو خبري رسنیو اصلي څیره هم  ټولې نړۍ ته  ښکاره کړه.

لویدیځوالو خبري رسنیو په ترکیه کې  د ګیزي د مظاهرو پر مهال  د استانبول نه  په ژوندۍ بڼه  خپرونې  کولې  او  د استانبول  مظاهرو ته يي  د یو ستر پاڅون په څیر  انعکاس  ورکولو په فرانسه کې  په مظاهرو  بیا سترګې پتې کړي دي. نوموړو  د فرانسې  د پولیسو  په شدت  او د مظاهره کوونکو په وهلو او ډبولو  سترګې پټې کړي دي.

دوی  په فرانسه کې د حکومت  ترڅنګ  ځای  نیولی  او پولیسو لخوا د شدت نه د ډکو  تصویرونو او فلمونو د خپرولو نه ډډه کوي.

د سي ان ان  ، بي بي سي  او فرانس پرس په څیر  خبري رسنیو د فرانسې  د پولیسو په شدت  سترګې پټې کړي  او غوږونه  ټپ کړي دي.

د جرمني  د درشپیګل  مجلې  چې  د ګیزې د مظاهرو پر مهال  پارونکې  خپرونې کولې  د فرانسې په پیښو يي سترګې ړندې کړي دي. د درشپیګل  مجلې  د ګیزې د مظاهرو پر مهال  (  غاړه  مه ږدئ  )  تر عنوان لاندې  پارونکې مقالې ته  په خپل لومړنۍ  پاڼه کې ځای ورکړی وو  د فرانسې د مظاهرو پدې ورځو کې بیا  ( د پاریس  نه خلاصیدونکي  ښکلا  )  تر عنوان لاندې  مقاله خپره کړې ده . .

د سي ان ان  تلویزیون  چې  په ۲۰۱۳ کال کې د ګیزي مظاهرو پر مهال  په یوې ورځ کې  ۹ ساعته د استانبول په ژوندۍ بڼه خپرونه خپره کړې وه  او د ترکیې د وخت لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  يي په ډیکټاټورۍ  تورن کړی وو  نن  ورځ  په فرانسه کې په روانو پیښو سترګې پټې کړي  او د فرانسوي کارګرانو  نه ملاتړ نکوي.

د سي ان ان خبري شبکې په ټوله فرانسه کې مظاهرو ته تیاری  په په ټول هیواد کې مظاهرې فرانسې ته  ستره ضربه  ورسوله  د سرلیکونو لاندې د خبرونو د خپرولو سره  د فرانسې د حکومت نه  خپل ملاتړ ښودلی دی.

د بي بي سي  خبري شبکې چې  د ګیزي  د مظاهرو پر مهال به په ژوندۍ بڼه خپرونې  خپرولې  او د ترکیې د حکومت او دولت پر خلاف به يي پروپاګند کولو  په فرانسه کې په روانو پیښو سترګې پټې کړي دي.

بي بي سي هم  په فرانسه کې نفتو کمبودۍ  اندیښنې پارولي  او  مظاهرو ژوند په ټپه درولی  په څیر  د حکومت پلوي  خبرونه خپروي.



اړوند خبرونه