په اروپايي هیوادونو کې کډوال دین بدلولو ته اړ ویستل کیږي.
په اروپا کې یو زیات شمیر مسلمان کډوال د کډوالۍ د حق د ترلاسه کولو په خاطر خپل دین فدا کوي
په جرمني او اتریش کې یو زیات شمیر کډوال چې د ناقانونو لارو څخه دې هیوادونه ته راغلي دي چې په اسانه توګه د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو په خاطر نورو دینونو ته تیریږي.
په جرمني کې د مسلمانانو د مرکزي شورا ریس آیمن مزیک ویلي دي چې یو زیات شمیر کډوال په جرمني او اتریش کې ددوی د کډوالۍ د منلو کیدو په خاطر د خپلو دینونو نه تیریږي. هغه ویلي دي پدې اړه يي کره اسناد په لاس کې لري چې یو زیات شمیر کډوال لا په اسانه توګه د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کولو په خاطر ددې لارو نه کار اخلي.
مزیک وویل چې ډیری کډوال مسیحیت دین ته تیریږي. هغه ویلي دي چې په جرمني او اتریش کې د مسیحیانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده خو داسې معلومات نلري چې څومره به لوړه شوي وي.
هغه ویلي دي چې په ټوله اروپا کې او په ځانګړې توګه په جرمني کې د کډوالۍ حق ترلاسه کولو ډيره ستونزمنده خبره ده. د همدې امله یو زیات شمیر افغانانو، پاکستانیانو او ایرانیانو خپلې دینونه پریښې او عیسویت ته يی مخه کړې ده . دوی پدې ډول خپل کیسونه قوي کوي.
دوی په خپلو کیسونو کې لیکلي دي که چیرې هیواد ته واستول شي خامخا په دار ځوړول کیږي.
د بله پلوه په جرمني کې د عیسویانو پروتیستان کلیسا عیسویت ته د کډوالو د رااړولو په خاطر پراخه پروګرامونه د لاس لاندې نیولي دي. دوی کډوال د دین اړولو ته تشویقوي او هغوې ته د کډوالۍ د حق د ترلاسه کولو په خاطر وعدې ورکوي.
یاد شوې کلیسا یو زیات شمیر کډوال د خپلو دینونو نه اړولي دي.