په فرانسه کې مظاهرې او کاري اعتصاب مخ په لویدو دي

د پاریس ښار د مظاهرو له امله د جګړې په میدان بدل شوی دی

501054
په فرانسه کې مظاهرې  او کاري اعتصاب مخ په لویدو  دي
fransa polis şiddeti.jpg
fransa polis şiddeti.jpg
fransa polis şiddeti.jpg
fransa yasa protesto.jpg
fransa polis.jpg

 په فرانسه کې  کاري اعتصاب  د خپریدو په حال کې دی.

په فرانسه کې  د استخدام  په قانون کې  تعدیلاتو  له امله  پیل شوي  مظاهرې او لاریونونه  مخ په لویدو  دي.

په فرانسه کې  ټرانسپورت سکتور هم  په کاري اعتصاب  لاس  پورې کړ. په فرانسه کې د نوموړو اعتصابونو او مظاهرو له امله  د تیلو ستونزې پیدا شوي دي. ډیر خلک  وظیفو ته د تلو په خاطر د ښاري ټرانسپورت نه  کار اخلي. 

په فرانسه کې د ایرو ۲۰۱۶ کال د فوټبال  د اتلولیو د پيلیدو نه د مخه  د ټرانسپورت په برخه کې کاري اعتصاب  ژوندې اندیښنې پیل کړي دي.

په فرانسه کې په سلګونو صنفي اتحادیو  د حکومت لخوا د استخدام په قانون کې د تعدیلاتو د راوستو له امله  په کاري اعتصابونو او مظاهرو پیل کړی دی . همداشان  د فرانسې د ټرانسپورت  سکتور هم  پدې اعتصاب کې  د داخلیدو پریکړه وکړه. د فرانسې د ملکي هوايي چلند  شرکت ایر فرانس  یو زیات شمیر پیلوټانو  د اوږدې  مودې لپاره په کاري اعتصاب کې د ګډون پریکړه وکړه.

په فرانسه کې  د نوموړو اعتصابونو له امله  د ریل ګاډو سفرونه، د ښاري مترو سفرونه، د پاریس مترو سفرونه او د الوتکو سفرونه  ځنډیدلي دي.

تمه کیږي چې حکومت د استخدام په قانون کې د تعدیلاتو د راوستو نه لاس په سر شي.

په فرانسه کې  د اوسپنیزو پټلیو  د شرکت  کارکوونکو   د نن ماښام نه په اعتبار سره  د کاري اعتصاب د پیلولو نه  خبر ورکړی دی . د ایر فرانس د شرکت  پیلوټانو هم  د یوې اوږدې مودې لپاره په اعتصاب کې د ګډون  پریکړه کړې ده .

د پاریس د مترو کارکوونکي ویلي دي چې د راتلونکي پنجشبې د ورځې نه په اعتبار سره به په کاري اعتصاب پيل وکړي. په پاریس کې  د هوا د کنټرول د ادارې کارکوونکو بیا ویلي دي چې د راتلونکې جمعې ورځې نه په اعتبار سره به په اعتصاب پيل وکړي.

دا چې  د ټرانسپورت سکتور  په کومه اندازه  کارکوونکي به پدې اعتصاب کې ګډون وکړي دا لا معلومه نده. همداشان  د اعتصاب  د پیلیدو سره به د فرانسې او په ځانګړې توګه د پاریس  ښاري او هوايي ټرانسپورت په ټپه ودریږي.

د ویلو ده چې په فرانسه کې  تیر کال هم  د ټرانسپورت د سکتور  صنفي اتحادیو  غړیو کارکوونکو اعتصاب کړی وو خو پدې اعتصاب کې  ډیری کارکوونکو ګډون نه وو کړی .

د فرانسې ولسمشر بیا  په د استخدام په قانون کې د بدلون راوستو په مسلې اوس هم ټینګار کوي. هغه ویلي دي چې پدې اړه به په شا ګام پورته نکړي . 

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  تاژو بیلګیچ  ویلي دي چې په فرانسه کې د مظاهره کوونکو پر خلاف  د امنیتي ځواکونو  چلند په تلو تلو کې د شدت په لورې روان دی. هغه وویل چې  ترکیه  پدې اړه  جدي اندیښنې لري. هغه  د فرانسې په چارواکیو غږ وکړ چې  د مظاهره کوونکو پر خلاف  د روان  شدت مخه ونیسي.

هغه وویل چې په ډیموکراسۍ کې  د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لاره  خبرې اتري او مذاکرات  دي. د شدت د هیڅډول ستونزې  حل لاره نده.

هغه په فرانسه کې په مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو د اعتدال غږ وکړ. هغه ویلي دي چې د فرانسې امنیتي ځواکونو ته  د مظاهره کوونکو پر خلاف  نرم چلند ته  بلنه ورکوو.



اړوند خبرونه