روسیه د ترکیې سره د اړیکو د نورمالولو غوښتنه کوي.
روسیه : د ترکیې سره ښې اړیکې غواړو
روسیه د ترکیې سره د اړیکو د نورمالولو غوښتنه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي سفر په ترڅ کې د یونان نه لیدنه وکړه. پوتین د یونان د لومړي وزیر الیکسس چپراس سره د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
پوتین پدې خبري غونډه کې د ترکیې سره د اړیکو په اړه هم د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
د ترکیې جنګي الوتکو تیر کال د نوامبر په میاشت د ترکیې په هوایي حریم د تیري له امله روسي جنګي الوتکه وویشتله. دې مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې خرابې کړې. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خبري غونډه کې د ترکیې سره د اړیکو په اړه د یو تن خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ً د ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتنونکي یو. همداشان د ترکیې سره د تماس په خال کې یو . ً
هغه وویل چې د روسیې پوځ د منظمه پوځونو سره جګړه نه کوي، دوی د ترهګرو ډول پر خلاف مبارزه کوي. هغه وویل چې هیڅوخت يي د ترکیې سره د جګړې په اړه فکر هم ندی کړی .
پوتین د سوریې په شمال کې د روانو نښتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ً د سولې خبرو اترو بحیر باید په واقعي دول سره پیل شي. هغه وویل چې د سیاسي حل لارې باید چې څه لازم وي هغه به وکړي.
ولادیمیر پوتین د روسیې لخوا په کریمیا د یرغل په اړه وویل چې پدې اړه د چا سره خبرې اترې نه کوي او دا مسله تړل شوې ده .
روسیې ولسمشر خبرې ناستې ته د امریکا لخوا په اروپا کې د دفاعي سیستم د ځای په ځای کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسله د روسیې او اروپا په اړیکو منفي اغیزې کوي او کړي هم دي. هغه وویل چې د امریکا لخوا په رومانیا کې د دفاعي سیستم د ځای په ځای کولو ځواب به خامخا ووايي. پوتین وویل چې دې سیستم روسیې ته تهدیدونه مخامخ کړي دي چې روسیه به هم دا تهدیدونه بې ځوابه پرینږدي.
همداشان د یونان لومړي وزیر د روسیې سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د مسکو او اتن ترمنځه ښې اړیکې به د روسیې او اروپا اړیکې لا لوړې سویې ته ورسوي.
هغه د اوکراین د مسلې په اړه وویل چې ً په سیمه کې سوله او استقرار ډیر مهم دي چې د همدې امله دواړه خواوې باید د مینسک په تړون عمل وکړي . ً
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.