په مدیترانه کې د کډوالو بله فاجعه رامنځته شوه
په مدیترانه کې د تیرو دوو ورځو راهیسې په لسګونو تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ
په مدیترانه کې د کډوالو یوه بله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په مدیترانه کې د لیبیا په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو کډوالو ژوند د لاسه .
پیښه په سیمه کې د هوايي ګزمې لخوا تثبیت شوه. د پیښې د تثبتیدو سره سم سیمې ته د ژغورنې ډلې واستول شوې چې ۸۰ تنه يي ژوندي وژغورل.
په مدیترانه کې وخت نا وخته دیته ورته پیښې رامنځته کیږي.
د ایټالیا خبري رسنیو د خبر له مخې د کډوالو یوه کښتۍ چې څه باندې ۱۰۰ تنه پکې سپاره ول د لیبیا په سواحلو کې په اوبو کې ډوبه شوه. د پیښې د رامنځته کیدو سیمې ته د ژغورنې ډلو تر رسیدو پورې ۳۰ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د ژغورنې ډلو نږدې ۸۰ تنه کډوالو ژوندي وژغورل.
د ایټالیوي خبري رسنیو د خبر له مخې دا پیښه په سیمه کې هوايي ګزمې له لارې تثبیت شوه چې سمدلاسه سیمې ته د ژغورنې ډلې واستول شوې. ویل کیږي د ژغورنې ډلو ۸۰ تنه ژوندي او د ۳۰ پورې مړي د اوبو نه راویستي دي. ویل کیږي ګن شمیر کډوال لادرکه دي چې کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.
د ایټالیا د سواحلو امنیتي ځواکونو تیره ورځ هم ۴۹۳ تنه کډوال چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ژغورلي وو. نوموړي کدوال د ایټالیا سیجیلیا په ټاپو کې ځای په ځای کړی شوي دي .
ویل کیږي نوموړی کډوال ډیری د افریقايي هیوادونو وګړي دي.
همداشان ایټالیا چې د جي ۷ سازمان دوره یي مشري په غاړه واخیسته ویلي دي چې د راتلونکي کال سرمشریزه به د سیجیلیا په ټاپو کې جوړه کړي. ایټالیا حکومت ویلي دي غواړي چې په ياد شوي ټاپو کې د سرمشریزې د جوړولو سره د نړۍ پام د کډوالو ستونزې ته راواړوي.
د یادولو وړ ده چې په مدیترانه کې تیره ورځ هم د کډوالو د یوې لویې کښتۍ د ډوبيدو له امله نږدې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.