د امریکا د نیویارک په ښار کې د کنسرت په سالون وسله وال برید وشو

په نیویارک کې د کنسرت په سالون د وسله وال برید په پایله کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

498066
د امریکا د نیویارک په ښار کې د کنسرت په سالون وسله وال برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې  د کنسرت په سالون د ترسره شوي وسله وال برید په پایله کې  یو تن مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.

پیښه  د نیویارک په زړه د  منهاټن په  سیمه کې  د کنسرت په یو سالون کې رامنځته شوه. ویل کیږي انتظار کیده چې پدې سالون کې یو تن نامتو سندرغاړی  کنسرت اجرا کړي.

پولیسو ویلي دي چې  پدې پیښه کې یو تن ۳۳ کلن چې په خیټه  لګیدلی وو  په روغتون کې ساه ورکړه.

همداشان  درې تنه نور  په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.

د برید نه وروسته  د یاد شوي سالون دخولي او خروجي  دروازې وتړل شوې او سمدلاسه پولیس سیمې ته راورسیدل.

برید کوونکی  د پیښې د ځای نه په تیښتیدو بریالی شوی دی . دا لا معلومه نده چې  دا پیښه ولې  او د چا لخوا رامنځته شوې ده .

پولیسو ویلي دي چې  د برید کوونکي د نیولو په خاطر يي پلټنې پیل کړي دي.



اړوند خبرونه