بې پولو ډاکټرانو سازمان : جنګي جنایت په اړه پریکړه د نیت له مخې نه کیږي

بې پولو ډاکټرانو سازمان : د کندوز د پیښې په اړه خپلواکه او بې طرفه څیړنې ندي شوي

481497
بې پولو ډاکټرانو سازمان : جنګي جنایت په اړه پریکړه د نیت له مخې نه کیږي

د بې پولو ډاکټرانو د سازمان  د بشري مرستو متخصص میشیل هافمن  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا  د افغانستان په شمال کې  د کندوز په ولایت کې ددوی په روغتون د برید اړوند  د خپور کړي وروستي راپو په اړه يی سخت غبرګون وښود.

 

میشیل هوفمن  د اناتولیا  خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي دي چې  امریکا تر اوسه پورې  په واقعي ډول ددې پوښتنې ځواب ندی ویلي چې ایا  دا یو جنګي جنایت  دی او که نه.

امریکا ویلي دي چې دا برید ځکه جنګي جنایت  ندی ځکه چې  په قصدي ډول ندی رامنځته شوې. د بې پولو ډاکټرانو د بشري مرستو مسول بیا وايي چې  پداسې حساسه  یوه مسله کې  چې  د خلکو د ژوند په بیه  تمامیږي  غلفت کول  او یا هم  خطا کول  په جنګي جنایت کې شمیرل کیږي.

هغه وویل چې  پدې اړه باید  په خپلواکه  توګه  څیړنې وشي.

هغه وویل چې  مونږ  ددې تمه نه لرو چې  امریکا دا بریدونه د جنګي جنایت په توګه قبول کړي. ځکه  چا چې کوم جرم کړې وي  او ددې جرم په اړه پخپله  څیړنې وکړي هغه  ځان مجرم  نه  اعلانوي. هغه ځان  پړ نه  اعلانوي. د خپل وس او توانه پورې د ځان د سپیناوي هڅه کوي. د همدې امله مونږ  د خپلواکه  څیړونو غوښتنه کوو.

هغه وویل چې  د ټولو خواوو نه  د ضمانت  د اخیستو نه پرته به په کندور ولایت کې  یو ځل بیا  په فعالیت پیل ونکړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا  جنګي الوتکو  د ۲۰۱۵ د اکتوبر په دریمه نیټه  د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې  د بې پولو ډاکټرانو په روغتون  د یو ساعت لپاره بمباري وکړي چې له امله ۴۲ تنو  ژوند د لاسه ورکړ او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي وو.

امریکا وايي چې ددوی سرتیري  پدې نه پوهیدل کې  هدف  روغتون دی. هغوې د روغتون  ترڅنګ د طالبانو په پټنځایونو  بریدونه کړي وو چې په ناغلطۍ کې په روغتون توغندي لګیدلي دي.



اړوند خبرونه