امریکا شمالي کوریا ته سخت خبرداری ورکړ

امریکا  متحده ایالتونو شمالي کوریا ته  د اټومي  توغندیو د ازمایښتونو له امله  خبرداری ورکړ.

479070
امریکا شمالي کوریا ته سخت خبرداری ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک  تونر وویل ً که چیرې  شمالي کوریا د بالیستیک  توغندیو  ازمایښت ته دوام وکړي  مونږ به هم  په نوو لارو چارو غور پیل کړو . ً

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تونر  په ورځني خبري غونډه کې  د شمالي کوریا  د یو تحت البحري بیړۍ نه  د بالیستیک توغندي  د ازمایښت اړوند  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل  چې  تیره میاشت  په نوموړي هیواد ددې ډول ازمایښتونو له امله  ډیر  کلک  بندیزونه ولګول شول. دا بندیزونه  د شمالي کوریا لپاره د یو ډیري  قوي سوک  په څیر  دي.

هغه زیاته کړه چې   ً که چیرې  شمالي کوریا  د توغندیو  ازمایښت لړۍ ته دوام ورکړي  دا ځل  به  د نوموړي هیواد پر خلاف په نورو  لارو چارو باندې غور وشي. هغه د نوو لارو چارو په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه.

هغه  د خبریالانو د ټول اصرار  سره سره  دا ونه ویل چې امریکا به د شمالي کوریا پر خلاف څه ډول ګام پورته کړي.

د ویلو ده چې  لنډه موده  د مخه  د سویلي کوریا  د دفاع وزارت ویلي وو چې د شمالي کوریا لخوا د تحت البحري بیړۍ نه د بالیستیک توغندي ازمایښت يي تثبیت کړی دی.

د سویلي کوریا د دفاع د وزارت د خبر نه وروسته  شمالي کوریا  په رسمي ډول سره  دا خبر تایید کړ.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس د تحت البحري بیړۍ نه  په بریالیتوب سره  د بالیستیک توغندي د ازمایلو نه خبر ورکړ.

همداشان  د سویلي کوریا  عسکري متخصصینو ویلي دي چې شمالي کوریا  د یو نه  د ډیرو بالیستیک توغندیو د انتقال  وړ  تحت البحري  بیړۍ  نلري.



اړوند خبرونه