په فليپين كې له يو كاناډايي برمته شوي سر غوڅ شو.

د كاناډا د هېواد لومړي وزير جسټين تروډو څرګنده كړه چې ددې هېواد يو تن هېوادوال چې په فليپين كې د ابو سياف په نامه د ډلې لخوا برمته شوى وو، وژل شوى دى.

478458
په فليپين كې له يو كاناډايي برمته شوي سر غوڅ شو.

 

د كاناډا د هېواد لومړي وزير جسټين تروډو څرګنده كړه چې ددې هېواد يو تن هېوادوال چې په فليپين كې د ابو سياف په نامه د ډلې لخوا برمته شوى وو، وژل شوى دى.

په فليپين كې د ابو سياف په نامه د يوې ترهګرې ډلې اورپكو د تېر كال د سپتمبر په مياشت كې  د دوو كاناډايانو، يو ناوريژي او يو فليپيني په ګډون ۴ تنه تښتولي ول او د اړوندو دولتونو نه يې د فديې غوښتنه كړې وه.

ددې ډلې اورپكو د روانې ميلادي مياشتې په ۱۵مه نېټه د يوې ويډيو له لارې خبردارى وركړى وو چې كه چېرې  د اپرېل د مياشتې تر ۲۵مې نېټې پورې دوى ته ۸ ميليونه كاناډايي ډالر ورنكړل شي نو ددې هېواد برمته شوي به ووژني.

د فليپين پوليسو پرون ددې هېواد د سولو د ايالت د جولو په سيمه كې داسې يو كارتن وموندلو چې په كې د يو تن كاناډايي برمته شوي سر پروت وو. وژل شوى كاناډايي جان راډيسډل نومېده.



اړوند خبرونه