د امریکا په اهایو ایالت کې وسله وال برید وشو
د امریکا د اوهایو په ایالت کې په یو کور خونړی وسله وال برید وشو
476347
د امریکا متحده ایالتونو د اوهایو په ایالت کې په یو کور د وسله وال برید له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي ووژل شول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د اوهایو ایالت د سینسینتي ښار په سل کیلومترۍ کې د پایک کونټري په سیمه کې رامنځته شوې ده .
یو تن وسله وال په یو کور کې برید وکړ او د یوې کورنۍ ۷ تنه يي ووژل .
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي . دا لا معلومه نده چې برید د یو تن لخوا ترسره شوی او که د څو تنو لخوا. همداشان دا هم معلومه نده چې برید کوونکی د وژل شوو کسانو په منځ کې شتون لري او که نه.
پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې ۸ تنه وژل شوي دي چې ۲ تنه يي ماشومان دي. همداشان د یو تن مړی د پیښې سیمې ته نږدې په یو بل کور کې موندل شوی دی.