مسلمانو كډوالو سره عيسوي خواخوږى

د عيسويت د كاتوليك او اورتودوكس د مذهبونو روحاني مشرانو په اروپا كې د كډوالو د ستونزو د آواري په موخه د يونان د هېواد د ميدلي په ټاپوزمه كې سره ليدنه وكړه.

472481
مسلمانو كډوالو سره عيسوي خواخوږى

د عيسويت د كاتوليك او اورتودوكس د مذهبونو روحاني مشرانو په اروپا كې د كډوالو د ستونزو د آواري په موخه د يونان د هېواد د ميدلي په ټاپوزمه كې سره ليدنه وكړه.​

د عيسويت د كاتوليك او اورتودوكس د مذهبونو روحاني مشرانو په اروپا كې د كډوالو د ستونزو د آواري په موخه د يونان د هېواد د ميدلي په ټاپوزمه كې سره ليدنه وكړه.

د كاتوليكي عيسويانو روحاني مشر پاپ فرانسيس د كډوالو كړكېچ ته د پاملرنې د جلبولو په موخه د يونان د ميدلي ټاپوزمې ته چې په كې يو زيات شمېر كډوال پراته دي، سفر وكړ. فرانسيس دلته د اورتودوكس د مذهب روحاني مشر او پاتريك بارتولومېوس سره د ليدنې نه وروسته په ګډه د كډوالو له كمپونو ليدنه وكړه.

په دې ليدنه كې د يونان لومړي وزير الكسيس چيپراس او د يونان د كليسا روحاني مشر هم ګډون كړى وو.

پاپ په سيمه كې د موريس له كمپه چې په كې شاوخوا ۴۵۰۰ تنه كډوال شپې سبا كوي ليدنه وكړه او د نوموړو سره يې د خپلې خواخوږئ مراسم شريك كړل. پاپ كډوالو ته په خطاب كې وويل چې `` يواځې نه ياست.``

پاپ فرانيس وويل چې نړۍ بايد ددې كړكېچ پر وړاندې نوره چوپه خوله پاتې نشي.

د كاتوليكانو او اورتودوكسانو روحاني مشرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده كړه چې د كډوالو د كړكېچ لپاره دې د نړيوالې ټولنې همكاري لا زياته شي.

روحاني مشرانو په بحر كې د وژل شوو كډوالو په ياد د ګلانو ګيډى هم كېښود.

د يادولو وړ ده چې پاپ فرانسيس له يونانه واتيكان ته د ستنېدو پر مهال له ځانه سره د سوريې د هېواد ۱۲ تنه كډوال هم راوړل تر څو په واتيكان كې يې ځاى پر ځاى كړي.



اړوند خبرونه