په انګلستان كې طالعمندې پېشو ته رسمي دنده!
د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت د `` د موږكانو سره د مبارزې`` په موخه يوه پيشو په رسمي توګه استخدام كړه.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت د `` د موږكانو سره د مبارزې`` په موخه يوه پيشو په رسمي توګه استخدام كړه.
په پلازمېنه لندن كې د بهرنيو چارو د وزارت په يوې ودانۍ د موږكانو سره د مبارزې په موخه د پالمېرسټن په نامه يوه پيشو استخدام شوې ده چې دنده به يې په ودانۍ كې د موږكانو نيول وي.ويل كيږي چې پالمېرسټن به د وايټهال په نامه ودانۍ كې د لوړپوړو ډپيلوماټانو سره اوږه په اوږه دنده اجرا كړه.
د چاوراكو په وينا د پيشو د استخدام له امله به د ماليې وركوونكو پر اوږدو اضافه ماليه بار نشي. د نوموړې معاش او نور امكانات به د وزارت له بوديجې وركړل شي.
د پالمېرسټن په نامه پيشو په لندن كې د حيواناتو د ساتنې له يو مركزه راوړل شوې ده. د پيشو په اړه په رسمي اسنادو كې ليكل شوي دي چې `` د ډپيلوماټيكي خدماتو نوې غړې د بهرنيو چارو د وزارت د ښكاري پيشو په صفت به وايټهال په ودانۍ كې چې د كينګ چارلس په واټ كې موقعيت لري، د موږكانو د شمېرې د را ټيټولو د ټيم د غړي په توګه دنده اجرا كړي.``
طالعمنده پيشو چې دوه كلنه ده پخوا د لندن په كوڅو كې وږې او ډنګره ګرځېدله چې بيا وروسته د حيواناتو د ساتنې مركز ته انتقال شوه او دا دى اوس د دولت د رسمي مامورې په توګه دنده اجرا كوي.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.