د اوباما تر ټولو لويه تېروتنه

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د خپلې دندې پر مهال د تر ټولو لويې تېروتنې په اړه اعتراف وكړ.

468829
د اوباما تر ټولو لويه تېروتنه


د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د خپلې دندې پر مهال د تر ټولو لويې تېروتنې په اړه اعتراف وكړ.

اوباما وويل چې په ۲۰۱۱م كال كې په لېبيا كې د معمر القدافي د را پرځول كېدو نه په را وروسته بهير كې د مشخص پلان نشتوالى د نوموړي د دندې تر ټولو لويه تېروتنه وه.

اوباما چې په امريكا كې د فوكس د خبري شبكې سره مركه كوله د ولسمشرۍ د اته كلنې دورې پر مهال د بهرني سياست په اړه معلومات وركړل.

اوباما په ۲۰۱۱م كال كې له لېبيا كې د معمر القدافي د رژيم د را پرځوول كېدو نه وروسته د مشخص پلان نشتوالى د خپلې دندې تر ټولو لويه خطا وبلله وه. نوموړي وويل چې ``د قدافي وروسته بهير لپاره د پلان په جوړولو كې زموږ پاتې راتلل لويه تېروتنه وه. په لېبيا كې د نظامي مداخلې نه وروسته مو ډېر څه كولاى شول.``

د امريكا ولسمشر اوباما تېره اونۍ د اتلانتيك د مجلې سره په مركه كې هم د لېبيا د اوسنيو حالاتو په اړه پېښماني ښودلې وه. اوباما په ځينو اروپايي مشرانو باندې تور لګولى وو چې هغه مهال يې عامه اذهان مشغول كړي ول. د اوباما د نيوكو هدف د انګلستان لومړى وزير ډېوېډ كامرون او د فرانسې د وخت ولسمشر نيكولاس سركوزي ول. وروسته سپينه ماڼۍ اړه شوه چې وايي چې د لېبيا په برخه كې انګلستان او فرانسه د امريكا نږدې متفقين دي.



اړوند خبرونه