مدویدوف: روسیه د ارمنستان دوست دی او دوست به پاتي شي

د روسیې لومړي وزیر د ارمنستان نه لیدنه وکړه

466964
مدویدوف: روسیه د ارمنستان دوست دی او دوست به پاتي شي

د روسیې لومړي وزیر دیمتري مدویدوف وویل چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه جګړې ته باید اجازه ورنکړی شي. هغه وویل چې په قره باغ کې نښتو ته په یوې لویې جګړې بدلیدو ته باید اجازه ورنکړی شي.

مدویدوف دا څرګندونې د ارمنستان نه د لیدنې پر مهال وکړې. د روسیې لومړي وزیر ارمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد په پلازمینه اریوان کې د خپل ارمني سیال هوویک آبراهامیان سره لیدنه وکړه.

مدویدوف پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې روسیه د ارمنستان د ډاډ وړ متفق او دوست هیواد دی او دوستۍ ته به دوام ورکړي.

هغه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د قره باغ د ستونزې په اړه وویل چې دا ستونزه باید د سوله ایزو لارو څخه حل شي.

هغه زیاته کړه د ۱۹۹۴ کال نه راپدیخوا په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د دا ډول شدت او تاریخوالي شاهدي کوي. د یوې ډیرې جدي او مهې ستونزې سره مخامخ یو. دم ګړۍ تر ټولو مهمه مسله سوله او مذاکرات دي.

د روسیې لومړي وزیر وویل چې هیواد يي د قره باغ د ستونزې د حل په خاطر منځګړتوب ته تیار دی.

هغه زیاته کړه چې د اروپا د امنیت او همکاریو تشکیلات د مینسک ډله دې ستونزې ته د حل لارې د موندولو په خاطر یواځنی مشروع میکانیزم دی. دې ستونزې ته باید د عسکري لارو څخه نه بلکې د ډيپلوماسۍ له لارو څخه حل لاره ولټول شي. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې روانې نښتې په یوې لویې جګړې بدلیدو ته باید اجازه ورنکړی شي.



اړوند خبرونه