اوباما : داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه زمونږ د لومړیتوبونو نه ده .
اوباما : داعش په ترکیه او بروکسل کې د بریدونو سره دا ښکاره کړه چې د نړۍ په هر ګوټ کې د برید کولو توان لري
![اوباما : داعش ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه زمونږ د لومړیتوبونو نه ده .](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/71eb/3919/8ff3/56f8cac44835a.jpg?time=1719062232)
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د هیواد په دفاعي ستراتیژۍ د غور کولو په خاطر د پوځ د قومندانانو سره لیدنه وکړه.
اوباما پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړل د امریکا د دفاعي ستراتیژۍ په لومړیتوب کې ځای لري او پدې مسله کې کوم بدلون ندی راغلی.
اوباما زیاته کړه چې د داعش پر خلاف د مبارزې د کچې د لوړولو په خاطر هلې ځلې روانې دي. ایتلافي ځواکونو په سوریه او عراق کې د داعش په مرکزونو او اصلي هډو رقه او موصل ښارونو لویې موصلاتي لارې تړلي دي.
د داعش ترهګرې ډلې د مشرانو وژنه او د مالي سرچینو د وچولو چارې دوام لري. هغه وویل چې داعش ترهګرې ډله به خامخا له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې پوهیږۍ داعش ترهګرې ډلې په ترکیه او بروکسل کې د بریدونو سره ټولو ته دا ښودلې چې د نړۍ په هر ګوټ کې د برید کولو توان لري چې د همدې امله زمونږ یواځنی هدف ددې ډلې له منځه وړل دي.
اوباما ددې خبرې په ټینګار وویل چې پوره باور لري چې داعش ترهګره ډله به له منځه ځي او د لویې ماتې سره به مخامخیږي. هغه وویل دا مبارزه شاید چې ځیني ستونزې هم ولري خو بیا به هم دا ډله له منځه یوسو.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719062232)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.