امریکا عراق ته د لا زیاتو سرتیرو د استولو په پلان کار کوي
د امریکا ستر درستیز ویلي دي عراق ته د لا زیاتو ځواکونو د استولو پلان او وړاندیز به ولسمشر اوباما ته وړاندې کړي
امریکا متحده ایالتونه عراق ته د تازه دمو سرتیرو د استولو په پلان کار کوي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي عراق ته د لا زیاتو سرتیرو استولو طرحه به ولسمشر باراک اوباما ته وړاندې کړي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا ستر درستیز جوزف ډانفورد تیره ورځ خبریالانو ته وویل چې د تیرو څو اوونیو راهیسې د عراق د امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په موخه نوموړي هیواد ته د لا زیاتو امریکايي سرتیرو د استولو په پلان کار کوي چې او په پام کې لري دا پلان او وړاندیز به ولسمشر باراک اوباما ته وړاندې کړي.
دانفورډ چې د دفاع وزیر اشتون کارتر سره په ګډه د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل چې پدې اړه ګد نظر شتون لري او هر څه ژر به ولسمشر ته وړاندې شي.
دانفورډ وویل چې د ولسمشر لخوا د نوموړي پلان او وړاندیز منل کیدل او عراق ته د لا زیاتو امریکايي سرتیرو استول به د نوموړي هیواد تر ټولو لوی دویم ښار موصل د داعش نه د بیرته نیولو په مسله کې د عراقي ځواکونو سره ډیره مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپلو تبلیغاتي کمپاینونو کې د عراق او افغانستان ته د مځکنیو ځواکونو د ویستو په اړه د خلکو سره ژمنه کړې وه. اوباما سره ددې چې پدې ژمنې عمل وکړ او د عراق نه يي خپل ځواکونه وویستل خو پدې وروستیو کې بیرته عراق ته د ځواکونو په استولو پيل کړی دی .
د بله پلوه په عراق کې ایران پلوي شیعه ګان هم هیواد ته د امریکايي ځواکونو د راستولو سره مخالفت کوي. امریکا نږدې شپږ کاله وړاندې په عراق کې د خپل عسکري ماموریت د پایته رسولو نه خبر ورکړ.
خو پدې وروستیو کې یو ځل بیا نوموړي هیواد ته د سرتیرو په استولو پیل کړی دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.