پر فرانسې د نوي بريد وېره

په داسې حال كې چې پرون د بلجيم په پلازمېنه بروكسل كې د دوو جلا ځانمرګو بريدونو غم چې په ترڅ كې يې ۳۴ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ زيات ټپيان شول، تازه دى د فرانسې په يو هوايي ډګر كې د بمي بريد د خبرداري له امله پراخه امنيتي تدابير ونيول شول.

456551

په فرانسه كې د تولوس هوايي ډګر نن سهار د امنيتي ګواښ له امله د پوليسو لخوا وتړل شو او ټول مسافرين او كاركوونكي امنو سيمو ته ولېږدول شول.

په هوايي ډګر كې الوتنې هم په موقتي ډول بندې شوي دي. همداراز هوايي ډګر ته تللې ټولې لارې هم بندې شوي دي.

تر اوسه پورې د امنيتي ګواښ د محتوا په اړه څه نه دي ويل شوي.

په بروكسل كې د پرونيو بريدونو نه وروسته په ټوله اروپا كې د امنيتي تدابيرو د زياتولو پرېكړه وشوه.

اړوند خبرونه