د بروکسل په چاودنو کې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره ........

په بروکسل کې درې پرله پسې چاودنې وشوې

455723
د بروکسل په چاودنو کې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمیره ........

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې درې پرپسې چاودنې وشوې.

د بروکسل د ځايي خبري رسنیو د خبر له مخې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۱۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

لومړنۍ دوه چاودنې په هوايي ډګر کې او دریمه چاودنه د مترو په تم ځای کې وشوه.

د بروکسل امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا ترهګریز بریدونه ول. د بله پلوه په بروکسل کې د مترو د ټولو تم ځایونو د تړولو امر شوی دی .

دریمه چاودنه د اورپايي ټولنې د اداراتو ودانۍ ته نږدې رامنځته شوې ده . د بروکسل امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په هوايی ډګر کې چاودنې د ځانمرګیو بریدونو په پایله کې رامنځته شوې ده . په هوايي ډګر کې په غبرګو ځانمرګیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان په دریمه چاودنه کې چې د مترو په تم ځای کې رامنځته شوې ده ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.

د بروکسل د بیړنیو حالاتو ادارې په خلکو غږ کړی دی چې د خپلو کورونو نه ونه وځي او هر چیرته چې وي هلته دې پاتې شي. د بلجیم لومړي وزیر شارل میشیل خبري رسنیو ته وویل چې ً نن زمونږ د هیواد لپاره تورتم ورځ ده . خپل وار باید خطا نکړو او د صبر نه باید کار واخلو. د یو بل سره باید همغږي وکړو.

د بروکسل لوی څارنوال ویلي دي چې په هوايي ډګر کې ځانمرګي بریدونه رامنځته شوي دي. همداشان په بلجیم کې امنیتي تدابیر تر ټولو لوړې سویې ته رسول شوي دي.

د بروکسل هوايي ډګر د هوایي ټرافیک پر مخ تړل شوی دی او الوتکې د هالنډ هوايي ډګرونو ته استول کیږي. د بله پلوه په بروکسل کې د رامنځته شوو پیښو نه وروسته په فرانسه او په ځانګړې توګه په پاریس کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په پاریس کې ۶۰۰ ۱ تنه اضافه پولیس او جاندازما ځواکونه د ښار په مهمو نقطو کې ځای په ځای شوي دي.

د بریدونو مسولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

په بروکسل کې پداسې حال کې بریدونه کیږي چې درې ورځې د مخه يي د پاریس د بریدونو اصلي فاعل ونیو.

د بروکسل امنیتي ځواکونو د پاریس د بریدونو د فاعل د نیولو نه وروسته په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو او د احتمالي بریدونو په اړه يي خبرداری ورکړی وو.



اړوند خبرونه