په جومات غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول
په جومات د غبرګو ځانمرګیو بریدونو سره نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
په نایجریا کې په یو جومات غبرګ ځاني بریدونه وشول.
د نایجریا چارواکیو ویلي دي چې دوو تنو ښځینه ځانمرګیو بریدو کوونکو په یو جومات د غبرګو ځانمرګیو بریدونو سره لږ تر لږه ۲۲ تنه عبادت کوونکي ووژل.
د نایجیریا د ژغورنې ډلې بیا ویلي دي چې دا برید د مایدو ګوري په سیمه کې چې د بوکوحرام د ډلې د زیږیدنې د سیمې په توګه یادیږی په یو جومات شوی دی چې له امله يي ۲۲ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
د بله پلوه د یاد شوي ښار د بیړنیو حالاتو د ادارې ریس عبدالمحمد خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې پیښه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
همداشان د سیمې یو تن چارواکي ابا اجي خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړی یوې ځانمرګې برید کوونکې د جومات په دننه کې ځان ولوزو کله چې خلک د پیښې ځایته ورسید بلې ځانمرګې برید کوونکې ځان ولوزو.
نوموړي ویلي دي چې دا جومات د ښار په مربوطاتو کې قرار لري چې پدې ورځو کې د نایجیریا د پوځ لخوا ترینه د بوکوحرام د ډلې پر خلاف د جګړې د مرکز په توګه کار اخیستل کیده.
همداشان پدې وروستیو کې یو زیات شمیر ځانمرګیو برید کوونکو په پوځ چې د بوکوحرام پر خلاف يي کلکه مبارزه پیل کړې ده بریدونه کړي دي .