په برلین کې چاودنه وشوه
په برلین کې چاودنې یو تن مړ او ګڼ شمیر ټپیان کړل
د جرمني په پلازمینه برلین کې چاودنه وشوه . چاودنه په یو موټر کې وشوه چې له امله يي د موټر چلوونکی مړ او څو تنه ټپیان شول.
ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال کړې شول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د برلین ښار د شارلټنبرګ په سیمه کې په یو موټر کې رامنځته شوه.
د برلین د پولیسو په وینا پدې چاودنه کې یواځې د موټر چلوونکی وژل شوی دی . پولیسو د چاودنې د لامل د معلومولو په خاطر څیړنې پیل کړي دي. پولیسو ویلي دي کیدای شي چې پدې موټر کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای شوي وي.
د برلین د پولیسو ویاند ستیفن پیترسن ویلي دي چې چاودنه د حرکت په حال کې په موټر کې رامنځته شوې ده . همداشان پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې ۴۳ کلن یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی او دا هم لا معلومه نده چې دا ځانمرګی برید وو او که په موټر کې چاودنه رامنځته شوې ده .
ویل کیږي د پیښې قرباني د پولیسو سره جرمي سابقه هم لري. پولیسو د پیښې په اړه په څیړونو پیل کړی دی .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.