په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماند ترومپ پر خلاف غبرګونونه

په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماندانو نه ترومپ یو ځل بیا په اسلام بریدونه وکړل

448642
په امریکا کې د ولسمشرۍ د نوماند ترومپ پر خلاف غبرګونونه

په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریت پلوو د نوماندانو نه دونالد ترومپ یو ځل بیا هیواد ته د مسلمانانو د راننوتو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

ترومپ وویل چې مسلمانان زمونږ نه نفرت لري چې د همدې امله باید امریکا ته د مسلمانانو په راننوتو بندیز ولګول شي.

د ترومپ دې څرګندونو یو ځل بیا د نړۍ سربیره په خپله امریکا کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

په امریکا کې د اسلامي اړیکو شورا په ګډون ګڼ شمیر اسلامي ټولنو او سازمانونو د ترومپ وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود او په هغه يي د مسلمانانو او نورو لږه کیو نه د بښنې غوښتو غږ وکړ.

په امریکا کې د امریکن اسلامي اړیکو شورا او یو زیات شمیر اسلامي ټولنو او سازمانونو پدې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه په ترومپ غږ شوی دی چې هر څه ژر باید د هغو څرګندونو له امله چې ویلي دي مسلمانان د امریکا نه نفرت لري د مسلمانانو او نورو لږه کیو نه بښنه وغواړي.

د امریکن اسلامي اړیکو د شورا ریس نهاد عوض په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترومپ چې ددینه وړانډې هم امریکا ته د مسلمانانو په راداخلیدو د بندیز لګولو وړاندیز کړی وو دا ځل يي د اسلام په مبارک دین رسمآ تور لګولی دی. هغه ویلي دي چې اسلام او امریکايي ارزښتونه هر ډول توکم پالنه او افراطیت ردوي خو ترومپ بیا ددې ډول او نفرت نه ډکو سرڅرګندونو سره اسلامي او امریکايي ارزښتونو ته ستر زیان رسوي.

هغه ویلي دي چې ترومپ یواځې مسلمانانو ته نه بلکې په امریکا کې هیسپانیکیانو، ښځو ، معیوبینو او نورو ډلو ته هم په سپکه سترګه ګوري.

هغه ویلي دي چې دا ښکاره ده چې ترومپ د ولسمشرۍ د یو نوماند په توګه د اسلام د مبارک دین په اړه کافي معلومات نلري. هغه پدې نه پوهیږي چې امریکايي مسلمانانو دې هیواد ته په څه اندازه خدمت کړی دی .

همداشان پدې اعلامیه کې یوې بلې اسلامي ټولنې مشر اسامه جمال ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ترومپ پداسې یو حساس وخت کې چې امریکا د هر وخت نه لا زیات یووالي او اتفاق ته اړتیا لري د نفرت نه د ډکو څرګندونو سره په هیواد کې بې اتفاقۍ ته لار اوراوي. هغه ویلي دي چې د ترومپ په څیر د کسانو له امله دا هیواد لا زیات ویشل کیږي.

هغه ویلي دي چې ترومپ باید په سراحت سره ووايي چې د وروستیو څرګندونو نه زما موخه د اسلام دین ندی. زما هدف هغه تندلاري مسلمانان دي چې بې ګناه انسانان وژني.

هغه وویل چې نن ورځ د تندلارو او افراطي مسلمانانو نه تر ټولو ستر زیان پخپله مسلمانان ویني. نن ورځ تر ټولو زیات پخپله مسلمانان وژل کیږي.



اړوند خبرونه