دې هیواد امریکا په اټومي برید وګواښه

شمالي کوریا امریکا او سویلي کوریا په اټومي برید وګواښل

445950
دې هیواد امریکا په اټومي برید وګواښه

شمالي کوریا امریکا او سویلي کوریا په اټومي بریدونو وګواښل.

شمالي کوریا پداسې حال کې امریکا او سویلي کوریا په اټومي بریدونو وګواښل چې نوموړو دوو هیوادونو پراخه ګډ عسکري تطبیقات پیل کړل.

شمالي کوریا ویلي دي چې دا تطبیقات په ښکاره توګه یو پارونکی اقدام دی .

د شمالي کوریا حکومت دا ځل خپل ګاونډي سویلي کوریا پر خلاف د تندو الفاظو نه کار واخیست.

د شمالي کوریا د ملي دفاع کمیسیون نن دوشنبه د مارچ اومه اعلان وکړ چې امریکا په سیمه کې د اټومي وسلو د تمریناتو سره په شمالي کوریا د برید لپاره تیاری نیسي.

همداشان شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا لخوا د پراخه ګډو تطبیقاتو د پیلولو نه دمخه دواړه هیوادونه په اټومي برید وګواښل. د شمالي کوریا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په دښمنانو به د اټومي بم برید وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا برید به يواځې په سویلي کوریا نه بلکې په امریکا کې په ځینو هدفونو به هم ترسره شي.

د امریکا او سویلي کوریا پارونکي اقدمات به شمالي کوریا اړ کړي چې بټنه کیکاږي او پارونکو ټولې نظامي قرارګاه ګانې د اور او هیرو په سمندر بدل کړي.

د بله پلوه د شمالي کوریا د دفاع وزارت ویلي دي که چیرې په اندک ډول سره د خطر او یا پرې د برید احساس وشي د شمالي کوریا پوځ او خلک به ددې فرصت نه په استفادې سره د سویلي کوریا سره جګړه پیل کړي.

همداشان امریکا او سویلي کوریا د شمالي کوریا د ټولو ګواښونو سره سره د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم خپل ګډ نظامي تطبیقات پيل کړل.

د بله پلوه د نوموړو نظامي تطبیقاتو قومندان د شمالي کوریا ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې ددې تطبیقاتو نه موخه په شمالي کوریا د برید لپاره تیاری ندی.

ویل کیږي پدې تطبیقاتو کې ۱۷ زرو تنو امریکايي سرتیرو او ۳۰۰ زرو تنو د سویلي کوریا سرتیرو ګډون کړی دی.

دا لومړی ځل ندی چې شمالي کوریا سویلي کوریا او امریکا په اټومي بریدونو ګواښي. شمالي کوریا درې کاله د مخه هم په امریکا کې د اتومي بریدونو ګواښ کړی وو.

امریکا د شمالي کوریا دې ګواښونو ته په ډیره سړه سینه ځواب ورکړی دی . د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي شمالي کوریا تر اوسه پورې د قارو ترمنځه د توغندي د جوړولو په برخه کې ځان په اثبات ندی رسولی. شمالي کوریا د قارو ترمنځه او په اټومي سرګلولې سمبال توغندی نلري .

په څرګندونو کې راغلي دي چې امریکايي ځواکونه ددې ډول بریدونو د لمنځه وړو او دفع کولو په خاطر پوره تیاری لري.



اړوند خبرونه