په روسیې او اسد د ناټو د قومندان تورونه

په اروپا کې د ناټو د ځواکونو قومندان اسد او روسیه په سیستماتیک ډول د ملکي وګړو په وژلو تورن کړل

442984
په روسیې او اسد د ناټو د قومندان تورونه

په اروپا کې د ناټو د متفقو ځواکونو امریکايي قومندان جنرال فیلیپ بریدلف روسیه او بشار اسد د کډوالو نه د لویدیځې نړۍ پر خلاف د وسلې په توګه په کار اخیستو تورن کړي دي .

هغه ددې خبرې په ټنیګار ویلي دي چې د کډوالو بحران د اروپا په استقرار د پام وړ منفي اغیزې کړي دي او مسکو ددې بحران نه ګټه پورته کوي.

هغه دا څرګندونې د امریکا د مشرانو په جرګه کې وکړې.

هغه وویل چې روسیه او اسد په قصدي ډول سره د سوریې خلک د خپل کور او کلو نه شړي او اروپا ته يی کډوالۍ ته اړ کوي. هغه وویل چې روسیه او اسد ددې کار سره غواړي چې د اروپا په ساختار کې ستونزې رامنځته کړي.

برید لف وویل چې د اسد رژیم او د هغوې ملاتړ کوونکي روسیه په قصدي ډول سره په ملکي میشتو سیمو هوايي او مځکني بریدونه کوي. ددې بریدونو نه ددوې اصلي موخه په ټولیزه توګه خلک کډوالۍ ته مجبورول دي. هغه زیاته کړه چې نن ورځ په سوریه کې د په ټولیزه توګه د کډوالۍ اصلي لامل په ملکي میشتو سیمو هوايي بریدونه دي.

روسیه او اسد د کډوالو نه د اروپا پر خلاف د وسلې په توګه کار اخلي.

د بله پلوه د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دیمیتري روګوزین د امریکايي جنرال ددې ادعاګانو په ځواب کې ویلي دي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې متخصصین نن ورځ روسیه په سوریه کې د ملکي وګړو په وژنو تورنوي.

امریکا لومړی باید په افغانستان کې د خپلو کړونو ځواب ووايي. امریکايي ځواکونه په افغانستان کې په ودونو او نورو محفلونو د بمباریو په برخه کې تخصص لري.



اړوند خبرونه