د فرانسې پولیسو د کډوالو کمپ ویجاړ کړ

د فرانسې پولیسو د نوموړي هیواد کالیه په ښار کې د کډوالو کمپ ویجاړ کړ

442213
د فرانسې پولیسو د کډوالو کمپ ویجاړ کړ

د فرانسې پولیسو د کالیه په بندري ښار کې د کډوالو د کمپ په ویجاړولو پیل کړی دی .

ویل کیږي نن د سهار په ساعتونو کې پولیسو د کمپ په سویلي برخه کې د سختو امنیتي تدابیرو د نیولو نه وروسته د کمپ په ویجاړولو پیل وکړ. په کمپ کې ډیری د سوریې ، افغانستان او عراق وګړي میشت وو.

ویل کیږي د بلدوزرونه او د کمپ د ویجاړولو په خاطر د ښاروالۍ کارکوونکي د پولیسو په ملګرتیا کمپ ته ننوتل او د کډوالو د خیمو په ویجاړولو يي پیل وکړ. ویل کیږي په خیمو کې د کډوالو توکي او یخچالونه د کثافاتو په موټرو کې واچول شول .

یو شمیر کډوالو چې د خیمو د ویجاړولو سره يي مقامت کولو یو زیات شمیر خیمو ته يي اور ورته کړ او ستره اورلګیدنه رامنځته شوه.

همداشان په سلګونو تنو کډوالو د پولیسو پر خلاف په مظاهرو لاس پورې کړ. پولیسو لږ تر لږه ۳ تنه کډوال نیولي دي.

د فرانسې پولیسو د نوموړي کمپ کډوال په بسونو کې نورو ښارونو ته د کډوالو کمپونو ته استولي دي.

د بله پلوه په زرګونو تنه کډوال د یونان او مقدونیه ترمنځه بند پاتې دي. مقدویه او د بالکان نورو هیوادونو د کډوالو پر مخ دروازې تړلي دي. یاد شوي هیوادونه د عراق او سوري کډوال نه پرته د نورو هیوادونو کډوالو ته د تیریدو اجازه نه ورکوي. ویل کیږي په سیمه کې تر ټولو زیات د افغانستان نه راغلي کډوال بند پاتې دي.



اړوند خبرونه