د نړئ تر ټولو خطرناک د نشه يي توکو چاقبر البغدادي په مرګ وګواښه

په نړئ کې د نشه یي توکو تر ټولو ستر قاچاقبر د داعش د ډلې مشر البغدادي وګواښه.

406342
د نړئ تر ټولو خطرناک د نشه يي توکو چاقبر البغدادي په مرګ وګواښه

د مکسیکو د هیواد د نشه يي توکو نامتو قاچاقبر خواګین ګوزمن د داعش د ډلې مشر ابوبکر البغدادي د مځکې د نقشې نه په ورکولو وګواښه. نوموړي د داعش د ډلې مشر ته په استولي لیک کې ګواښ کړی دی چې زړه او ژبه به درڅخه پرې کړم.
ویل کیږي د داعش ترهګرې ډلې په منځني ختیځ کې د نشه يي توکو د نړئ د نامتو قاچاقبر خواګین ګوزمن چې په چاپو مشهور دی د نشه يي توکو چاقاق او کاروبار ته ستره ضربه رسولې ده. داعش ډلې په منځني ختیځ کې د نشه یي توکو د قاچاق او تجارت چارې په خپل لاس کې نیولي دي چې دې مسلې د نامتو قاچاقبر سخت غبرګون پارولی دی .
د نړئ تر ټولو خطرناک د نشه يي توکو قاچاقبر چې د مکسیکو لخوا نیول شوی او د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په یو زندان کې ساتل کیده د زندان نه وتښتید چې وروسته يي امریکا پر سر ۵ میلیونه ډالره جایزه کیښوده.
نوموړي د داعش د ډلې مشر البغدادي ته په استولي لیک کې هغه ته ګواښ کړی چې ژبه او زړه به تر پرې کړي.
هغه البغدادي په مرګ ګواښلی دی.
خواګین ګوزمن البغدادي ته په خطاب کې په لیکلي لیک کې داسې ویلي دي! تاسې داعشیان کوم عسکري ځواک او طاقت نه یاست. تر ننه پورې مې ستاسې نه په څیر پست انسانان په نړئ کې لیدلي نه وو. که چیرې په سیمه کې زما عملیاتو ته ضرر ورکولو ته دوام ورکړۍ ، هیڅوک به تاسې زما د کسانو د غصب او قهر  نه ونه ژغوري.
زما کسان به تاسې له منځه یوسي . نړئ ستاسې د ادارې کوم مرکز ندی چې هر څه ستاسې زړه  وغواړۍ هغه وکړۍ.
څوک چې زموږ په کاروبار کې د مداخلې جرئت وکړي هغه سره موږ  مرحمت نه ښایو. هغه بغدادي ته ګواښ کړی چې زړه او ژبه به ترینه پرې کړي.
ویل کیږي د داعش ترهګرې ډلې یو څه موده د مخه په سیمه کې د مکسیکويي چاقاقبر ډیر زیات مقدار نشه يي توکي قبضه کړي دي.
مکسیکويي قاچاقبر د روان کال د جولای په میاشت کې د زندان نه د تونل کیندو نه وروسته په تیښته بریالی شو. هغه پدې زندان کې د ډیر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیده. نوموړی په نړئ کې د ډیرو زیاتو هیوادونو لخوا لټول کیږي.
مکسیکو د نوموړي د نیولو په خاطر د نړئ د یو زیات شمیر هیوادونو د استخباراتو سره په ګډه کار او همکاري پيل کړې خو تر نن  پورې ندي توانیدلي چې یو ځل بیا يي ونیسي.
همداشان امریکا د خواګین ګوزمن پر سر ۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې ده.



پيوندونه:

اړوند خبرونه