د نړئ نامتو سوک وهونکي محمد علي د ترومپ پر خلاف سخت غبرګون وښود

د نړئ نامتو امریکايي مسلمان سوک وهونکي محمد علي د ولسمشرئ د نوماند دونالد ترومپ د څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.

405540
د نړئ نامتو سوک وهونکي محمد علي د ترومپ پر خلاف سخت غبرګون وښود

محمد علي ترومپ ته د سپیړې په څیر ځواب ووایه.
د نړئ نامتو سوک وهونکي محمد علي د امریکا ولسمشرئ د نوماند دونالد ترومپ د هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو امریکا ته باید د مسلمانانو په داخلیدو بندیز ولګول شي وویل ! مسلمانان باید د هغه کسانو پر خلاف چې د اسلام نه د خپلو شخصي ګټو په خاطر کار اخلي سخت غبرګون وښايي.
۷۳ کلن محمد علي د ولسمشرئ په نوماند ترومپ په سرپتې توګه سختې نیوکې وکړې.
هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې ځیني کسان د اسلام نه تبلیغاتي کمپاینونو د موادو په توګه کار اخلي. هغه په مسلمانانو غږ وکړ چې د هغه کسانو پر خلاف چې د اسلام نه د شخصي ګټو په خاطر ناوړه استفاده کوي سخت غبرګون وښايي. هغه وویل چې دا ډول کسان د اسلام د مبارک دین پر خلاف نفرت ته لمن وهي. خلک د اسلام نه سړوي.
محمد علي د داعش په ترهګرې ډلې د سختو نیوکو سره وویل چې ً دا ترهګره ډله د اسلام او جهاد په نامه وحشت او د اسلام ضد کړنې کوي چې ددوی دا کړنې د اسلام مبارک دین سره هیڅډول تړاو نلري.
دا غولول شوي قاتلان د اسلام په اړه د خلکو اذهان او فکرونه خرابوي.
هغه ویلي دي چې زه پخپله مسلمان یم او د اسلام مبارک دین دا ډول وحشتونو ته اجازه نه ورکوي.
د نړئ نامتو سوک وهونکي چې درې ځلې د سوک وهلو په برخه کې نړۍواله اتلولي ګټلې ده دم ګړئ ۷۲ کلونه عمر لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه