دونالد ترومپ : مسلمانان د کنټرول نه وتلي دي
په امریکا کې د ولسمسرئ لپاره نه د جمهوریت پلوو د نوماندانو نه دونالد ترومپ یو ځل بیا پر مسلمانانو برید وکړ
په امریکا کې د ولسمشرئ لپاره د جمهوریت پلوو د نوماندانو نه دونالد ترومپ یو ځل بیا د مسلمانانو پر خلاف د څرګندونو سره سخت غبرګونونه وپارول.
ترومپ دا ځل وویل چې په امریکا د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو نه وروسته مسلمانان د کنټرول نه ووتل او د وحشت پر لورې روان شول.
هغه وویل چې د سپټمبر د ۱۱مې د پیښې نه وروسته ما پخپلو سترګو ولیدل چې ځینو مسلمانانو خوښي کوله او جشنونه يي نیول.
نوموړي چې ددینه مخکې ویلي وو چې په هیواد کې باید ټول مسلمانان د تعقیب لاندې ونیول شي او د مسلمانانو لپاره باید یو جلا د تعقیب سیستم جوړ کړی شي دا ځل يي وویل چې مسلمان د وحشت پر لورې روان دی.
هغه په فلوریدا ایالت کې په خپلو کمپیانونو د غونډو په ترڅ کې یوې غونډې ته وویل چې نن ورځ پدې ټول ښه پوهیږي چې مسلمانان د کنټرول نه وتلي دي او د وحشت پر لورې روان دي.
د دونالد ترومپ دې څرګندونو یو ځل بیا د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی دی .
نوموړي تیره اوونئ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو معیبوب خبریال ملنډې وهلې وې.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.