د ويشتل شوې الوتكې يو پيلوټ وموندل شو.

په داسې حال كې د تركيې لخوا د ويشتل شوې روسي جنګي الوتكې د پيلوټانو د عاقبت په اړه ضد و نقيض خبرونه خپريږي د روسي چارواكو لخوا په دې اړه څرګندونې وشوې.

422021
د ويشتل شوې الوتكې يو پيلوټ وموندل شو.

په فرانسه كې د روسيې سفير څرګنده كړه چې پرون د ويشتل شوې روسي جنګي الوتكې د يو پيلوټ په اړه معلومات يې ترلاسه كړي دي.
روسي چارواكو څرګنده كړه چې يو پيلوټ يې د بشار اسد د ځواكونو لخوا ژغورل شوى دى. روسي سفير بيا د الوتكې د بل پيلوټ د عاقبت په اړه څه نه دي ويلي.
د پيلوټ د وژل كېدو ادعا
د روسيې د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس د الوتكې يو پيلوټ په داسې حال كې چې د پراشوټ په واسطه ځمكې ته راښكته كېدو، په هوا كې د مخالفينو لخوا ويشتل شوىى دى. سربېره پر دې په ټولنيزه مېډيا كې د مخالفينو لخوا داسې ويډيوګانې خپرې شوي دي چې په كې د روسي پيلوټ په وينو ككړ مخ ليدل كيږي.
يو تن روسي سرتېرى هم ووژل شو.
د بله پلوه د روسي خبري اژانسونو د معلوماتو په اساس پرون د جنګي جټ الوتكې د ويشتل كېدو نه وروسته ورسي ځواكونو د پيلوټانو د ژغورلو په موخه د چورلكو په واسطه تصفيوي عمليات پيل كړل چې يوه چورلكه د مخالفينو لخوا وويشتل شوه. په چورلكه كې يو تن روسي سرتېرى هم وژل شوى او پاتې يې نظامي هډې ته رسيدلي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه