په كاناډا كې سوځول شوي مسجد ته ۱۱۰ زره ډالره
د كاناډا د ټورنټو په ښار كې د مسجد السلام په نامه د جامع مسجد د سوځول كېدو نه وروسته د بېرته جوړولو په موخه د خلكو لخوا د مرستې كمپاين پيل شو.
د كاناډا د ټورنټو په ښار كې د مسجد السلام په نامه د جامع مسجد د سوځول كېدو نه وروسته د بېرته جوړولو په موخه د خلكو لخوا د مرستې كمپاين پيل شو.
په دې ډول په مسجد كې د اورلګېدنې په پايله كې د ۸۰ زره كاناډايي ډالرو په اندازه د مالي زيان د جبران په موخه ۱۱۰ زره ډالره مرسته راټوله شوه.
په پاريس كې د ترهګري بريدونو نه يواځې يوه ورځ وروسته د كاناډا د ټورنټو د ښار په ۱۲۵ كيلومترۍ كې د پيټربرا په سيمه كې د مسلمانانو اړوند مسجد السلام ته د نامعلومو كسانو لخوا اور واچول شو. دې پېښې د كاناډا سربېره په يو زيات شمېر هېوادونو كې د مسلمانانو غبرګون را وپارولو.
د پېښې نه وروسته په كاناډا كې د ټېنټ د پوهنتون استاد ډواين راسل په آنلاين ډول د مرستې كمپاين پيل كړ چې يواځې په ۴ ورځو كې پكې ۲۰۹۷ كسانو ګډون وكړ. د كمپاين په پايله كې ټولې ۱۱۰ زره ډالره پېسې ټولې شوې چې سيمې د مسلمانانو د ټولنې بانكي حساب ته ولېږدول شوې .
د بله پوله د مسجد السلام د سوځولو د پېښې نه وروسته د په ټورنټو كې د تركيې جنرال قونسل اېردينيز شن سيمې ته لاړ او د مسجد د امام او د مسلمانانو د ټولنې د مشر كېنزو عبدالله سره ليدنه وكړه. تركي ډيپلوماټ په ځانګړې بڼه چاپ شوي ۲ قران كريمونه او د ۱۰۰۰ډالرو چك وسپارلو. پدې ليدنه كې د پاكستان او فرانسې د هېوادونو ډپيلوماټانو هم ګډون درلود.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719013356)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.