په مالي كې د بهرنيانو پر يو هوټل بريد

د مالي د هېواد په پلازمېنه باماكو كې پر هغه هوټل باندې بريد شوى دى چې ډېرى مېلمانه يې بهرنيان دي.

419520
په مالي كې د بهرنيانو پر يو هوټل بريد

د لومړنيو معلوماتو له مخې داسې وېره شته چې بريد كوونكو په هوټل كې مسافرين برمته كړي وي.
د سيمه ايزو خبري رسنيو د معلوماتو په اساس د هوټل په پورتنيو پوړونو كې د چاودنو او وسلوالو بريدونو غږونه اورېدل كيږي. سيمه د امنيتي ځواكونو لخوا كلابند شوې ده.
دا بريد د Radisson په نامه د هوټلونو د ځنځير پر يوې كړۍ شوى دى. Radisson د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې هوټلونه لري.
يو تن امنيتي چارواكو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې داسې اټكل كيږي چې د هوټل په اوم پوړ كې بهرنيان برمته شوي وي.
د يادولو وړ ده چې د مالي هېواد پخوا د فرانسې مستعمره وو. كيداى شي چې دا بريد د پاريس د بريدونو سره ورته والى ولري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه