په هوټل كې ۱۷۰ تنه برمته شوي دي.
د لويدېځې افريقا په هېواد مالي كې يوې ډلې وسله والو د پلازمېنې باماكو پر يو لوكس هوټل باندې بريد كړى دى.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په بريد كې د دوه امنيتي ځواكونو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي او ۱۷۰ تنه نور چې زياتره يې بهرنيان دي د بريد كوونكو لخوا برمته شوي دي.
د عيني شاهدانو په وينا بريد كوونكي ۱۰ تنه دي چې د هوټل په ۷م پوړ كې يې مېلمانه برمته كړي دي.
برمته كوونكو هغه كسان خوشي كړي دي چې قران كريم يې لوستلى شو. ويل كيږي چې بريدګرو د هوټل په كوټو كې هر مېله ته قران كريم نيولى دى. هغه كسان چې په قران كريم پوهېدل، خوشي شوي دي. ددې كسانو شمېره ۵۰ تنو رسيږي.
د وروستيو معلوماتو له مخې په هوټل كې د تركيې د هوايي كرښو اړوند ۷ تنه كار كوونكي هم برمته شوي دي چې ۵ تنه يې خوشې شوي او ۲ تنه نور لا اوس هم د بريد كوونكو په بند كې دي.
په هوټل كې د فرانسې د هوايي كرښو د شركت اړوند يو زيات شمېر كار كوونكي او ۷ تنه چينايان هم مېلمانه دي.
د چارواكو په وينا هوټل ۹۰ سلنه ډك وو. همداراز په هوټل كې د ملګرو ملتونو د ثبات د دندې اړوند كار كوونكي هم په هوټل كې دي.
د Rodisson blu د هوټلو ځنځير چې د يو امريكايي شركت پورې اړه لري د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې هوټلونه لري.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719017207)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.