د ميانمار د مسلمانانو په اړه د ملګرو ملتونو اقدام

د ملګرو ملتونو ادارې د ميانمار له حكومته غوښتنه وكړه چې د قانوني اصلاحاتو په راوړلو سره دې د روهينګا مسلمانانو ته پوره تابعيت وركړي.

419116
د ميانمار د مسلمانانو په اړه د ملګرو ملتونو اقدام


د ملګرو ملتونو ادارې د ميانمار له حكومته غوښتنه وكړه چې د قانوني اصلاحاتو په راوړلو سره دې د روهينګا مسلمانانو ته پوره تابعيت وركړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په دريمه كمېټه كې هر كال د ميانمار، ايران، سوريې او شمالي كوريا په څېر هېوادونو كې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه پرېكړې كيږي.
د سږني كال په غونډه كې په ميانمار كې حكومت ته خبردارى وركړل شو چې د روهينګا د مسلمانانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې د مخنيوي په موخه دې جدي اقدامات وكړي. د غونډې په پرېكړه كې، په دې هېواد د مېشتو ټولو قومي لږه كيو سره د انساني چلند د كولو او په ځانګړي توګه د روهينګا مسلمانانو ته د پوره تابعيت د وركولو د قانون په تصويب ټينګار وشو.
په دې كمېټه كې ترسره شوې پرېكړې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته لېږل كيږي. كه چېرې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لخوا هم تاييد شي نو دا پرېكړه به پر ميانمار باندې د نړيوالې ټولنې د فشار يوه وسيله وي.
په ميانمار كې په ۱۹۸۲م كال كې د تابعيت د قانون د تعديل سره سم په ميانمار كې ميشت مسلمانان ددې هېواد له تابعيته محروم شول. په وروستيو ټاكنو كې د مسلمانانو نوماندي او حتى د رايې كارونه هم ممنوع اعلان شوې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه