د سلواکیا لومړی وزیر: په هیواد کې میشت ټول مسلمانان تعقیبوو

په سلواکیا کې میشت ټول مسلمانان په نښه کیږي.

417995
د سلواکیا لومړی وزیر: په هیواد کې میشت ټول مسلمانان تعقیبوو

د سلواکیا لومړي وزیر وویل چې د پاریس د بریدونو نه وروسته په هیواد کې میشت ټول مسلمانان به د څار لاندې ونیسي.
د سلواکیا لومړي وزیر روبیرت فیکو دا څرګندونې د نوموړي هیواد د TA3 خبري کانال سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې د پاریس د بریدونو نه يي وروسته پریکړه کړې ده چې د سلواکیا د پولو په منځ کې میشت ټول مسلمانان د څار لاندې ونیسو. هغه زیاته کړه چې په سلواکیا کې ډیری مسلمانان په قاتوني ډول اوسیږي.
د بله پلوه په نوموړي هیواد کې د اسلامي چارو ټولنې د لومړي وزیر ددې څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود او وویل چې لومړي وزیر ددې ډول څرګندونو سره په هیواد کې ډیموکراسي او ازادي د خپو لاندې کړه.
ټولنې وویل چې د سلواکیا لومړی وزیر انسانانو ته د خپل دین له امله د ګواښ په سترګه ګوري چې دا پخپله د ټولو بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.
د ټولنې لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د لومړي وزیر دې څرګندونو هغه ادعاګانې او حقیقتونه چې ګواکې سلواکیا ډیموکراتیک او ازاده یو هیواد دی له منځه یوړې.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه