په پاریس کې د مړو شمیره ۱۶۰ تنو ته لوړه شوه

د فرانسې پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د پاریس په بریدونو کې د مړو شمیره ۱۶۰ تنو ته لوړه شوه

365841
په پاریس کې د مړو شمیره ۱۶۰ تنو ته لوړه شوه

د فرانسې  خبري‌ رسنیو  د پولیسو له قوله  ویلي‌ دي‌ چې  په پاریس کې په بریدونو کې  د مړو شمیره  ۱۶۰ تنو رسیدلې ده .

د یادولو وړ ده چې  په پاریس کې  په  ۷  جلا جلا   بریدونو کې ۱۶۰  تنو ژوند د لاسه ورکړی  او تر ۲۰۰ ډیر کسان  ټپیان شوي‌ دي.  برید کوونکو  د کنسرت په یو سالون کې  ۱۰۰ تنه برمته نیولي‌ وو  چې ټول يي  وژلي دي .

د بریدونو  مسولیت  تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی  . د بله پلوه په ځینو ادعاګانو کې  ویل شوي‌ دي‌ چې  د مړو شمیره  د ښودل شوي‌ رقم نه په کراتو لوړه ده . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه