فرانسه کې د تیرې شپې خونړیو بریدونو د ځاني زیانونو وروستي شمیره
د فرانسې د ترهګرئ پر وړاندې د مبارزې څارنوال په پاریس کې د تیرې شپې په بریدونو کې د ځاني زیانونو او برید کوونکو د هویت په اړه معلومات ورکړل
د فرانسې د ترهګرئ پر وړاندې د مبارزې څارنوال فرانچویس مولینس په پاریس کې د تیرې شپې په بریدونو کې د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه. نوموړي وویل چې د پاریس په بریدونو کې جمعآ ۱۲۹ تنه مړه او ۳۵۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې ترهګرو په پاریس کې تیره شپه ۷ جلا جلا بریدونه ترسره کړي دي. هغه وویل چې ترهګر جمعآ ۸ تنه ول چې ۷ تنه يي ځانمرګي برید کوونکي ول. ۷ تنو يي د ځانونو پورې ټړلي چاویدونکي توکي چولي او یو تن يي د پولیسو لخوا په برید کې وژل شوی دی. څارنوال وویل چې برید کوونکي د بریدونو په خاطر په دریو برخو ویشل شوي ول او بریدونو نه يي دا ډول پلان کړي ول.
هغه وویل چې د برید کوونکو د هویت د تثبیت چارې دوام لري او څو تنو هویت يي تثبیت شوی دی . ویل کیږي د برید کوونکو نه یو تن د سوریې، یو تن د عراق او یو تن هم پخپله د فرانسې وګړی دی.
هغه زیاته کړه چې د سوریې وګړی برید کوونکی د سوري کډوالو په منځ کې فرانسې ته راغلی وو. ددینه وړاندې په فرانسه کې ندې پاتې شوی .
څارنوال وویل چې د کنسرت په سالون د برید کوونکي هویت تثبیت شوی دی. برید کوونکی د فرانسې وګړی دی چې په ۱۹۸۵ کال کې د فرانسې د ایسسونې په سیمه کې زیږیدلی او د پولیسو سره يي جرمي سابقه هم درلودله.
همداشان د فوټبال په لوبغاړي د ترسره شوي برید د برید کوونکي هویت هم تثبیت شوی دی. د فوټبال د لوبغالي ترڅنګ د سوریې د وګړي اړوند یو پاسپورت موندل شوی دی. ګمان کیږي چې دا پاسپورت د ځانمرګي برید کوونکي اړوند دی. نوموړی د ۲۵ کلونو دی.
څارنوال وویل چې د ټپیانو نه د ۹۹ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. څارنوال په ټینګار وویل چې د داعش پر خلاف د مبارزې نه به لاس په سر نشي او مبارزه به دوام وکړي.