هندوستان افغانستان ته د ۴ چورلکو مرسته کوي

د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې هیواد يي په پام کې لري چې افغانستان ته ۴ روسي ساخته چورلکې ورکړي.

364278
هندوستان افغانستان ته د ۴ چورلکو مرسته کوي

هندوستان د افغانستان سره د څلورو چورلکو مرستو کوي. د هندوستان د خبري رسنیو د خبر له مخې هیواد يي په پام کې لري چې افغانستان ته ۴ روسي ساخته چورلکې ورکړي.
ویل کیږي دا به د هندوستان لخوا د افغانستان حکومت سره د وسلو او مهماتو د مرستې په برخه کې لومړنۍ مرسته وي.
د هند خبري رسنیو ته د هندي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې هیواد يي د افغان چارواکیو د مرستې غوښتنې ته د لبیک ویلو په خاطر د هغوې سره د ۴ روسي چورلکو د مرستې پریکړه وکړه.
ویل کیږي تمه کیږي چې دا الوتکې هند ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د سفر نه وروسته افغانستان ته وسپارل شي.
همداشان دې خبر د پاکستان په مطبوعاتو کې هم پراخه انعکاس موندلی دی.
د افغانستان حکومت ددینه وړاندې د روسیې نه هم د نظامي وسایلو او مهماتو مرستې غوښتنه کړې ده .



پيوندونه:

اړوند خبرونه