په رومانیا کې د اورلګیدنې له امله لومړي وزیر استعفا ورکړه

د رومانیا لومړي وزیر ویکتور پونتا په یو نایټ کلپ کې د چاودنې او اورلګیدنې ل امله چې ۳۲ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو استعفا ورکولو ته اړ ویستل شو.

410162
په رومانیا کې د اورلګیدنې له امله لومړي وزیر استعفا ورکړه

د رومانیا لومړي وزیر ویکتور پونتا په یو نایټ کلپ کې د چاودنې او اورلګیدنې ل امله چې ۳۲ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو استعفا ورکولو ته اړ ویستل شو.
د رومانیا لومړي وزیر پونتا نن خبریالانو ته وویل چې زه او زما حکومت استعفا ورکوو. موږ دنده پریږدو.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ د رومانیا په پلازمینه بخارست کې په یو نایټ کلپ کې د چاودنې او اورلګیدنې نه وروسته چې ۳۲ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ او نږدې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول په هیواد کې پراخو مظاهرو او غبرګونو ته لار اواره کړه.
د پیښې نه وروسته د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې پیل شوي دي.
په زرګونو تنو مظاهره کوونکو چې د هیواد او پلازمینې د بیلابیلو سیمو نه په مظاهره کې ګډون کړی وو د لومړي وزیر د کار د دفتر په مخکې د ویکتوریا په میدان کې سره راټول شول. مظاهره کوونکو د لومړي وزیر، کورنیو چارو وزیر او د پیښې د سیمې د ښاروال پر خلاف شعارونه ورکول.
مظاهره کوونکو د نوموړو ۳ تنو چارواکیو د استعفا غوښتنه کوله. د څو ورځو مظاهرو نه وروسته د رومانیا لومړی وزیر استعفا ته اړ شو او له دندې استعفا ورکړه.
د یادولو وړ ده چې د نوموړې اورلګیدنې له امله د نایټ کلپ ۳ تنه چارواکي هم نیول شوي دي. پیښه په ستیج کې د فیشینګانو د لګولو له امله رامنځته شوې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه