د ملك فهد `` پټه مېرمن`` او ښكاره رسوايي

د جانان فرب په نامه يوه مېرمن چې ويل كيږي د سعودي عربستان د پخواني پادشاه فهد بن عبدالعزيز آل سعود `پټه مېرمن` ده، د سعودي د سلطنتي كورنۍ نه يې ۳۱ ميليونه ډالره غرامت وګټلو.

410388
د ملك فهد `` پټه مېرمن`` او ښكاره رسوايي

د ګارډين د ورځپاڼې د خبر په اساس جاناب فرب په ۱۹۶۸م كال كې د ۱۹ كلونو په عمر كې د وخت د شهزاده فهد بن العزيز سره معرفي شوه او بيا وروسته يې ورسره واده وكړ.
د سعودي پخوانى پادشاه فهد بن العزيز چې په ۲۰۰۵ كال كې مړ شوى دى تل ددې واده نه انكار كړى وو او نه يې غوښتل دا پټ راز افشا شي. ددې سره سره جانان فرب چې په اصل كې د فلسطين د عيسويانو نه ده خو د پادشاه سره د واده لپاره مسلمانه شوې هم وه په بهرنيو سفرونو كې د نوموړي سره ګډون كولو. د دواړو اړيكو، په ۱۹۹۵م كال كې د فهد د ناروغۍ پورې دوام كړى وو.
د محكمې د راپور له مخې سعودي كورنۍ د جانان فرب د چوپتيا لپاره نوموړې ته ۵ ميليونه پاونډه وركړي ول خو جانان دا پېسې په قمار كې پايللې وې.
دا پټه مينه هغه مهال رسوا شوه چې د جانان د ادعا له مخې په ۲۰۰۳م كال كې د فهد د ناسكه زوى عبدالعزيز لخوا نوموړې ته د ۱۲ ميليونو پاونډو او د ۵ ميليونو په ارزښت د دوو كورونو د وركولو وعده وكړه خو وروسته يې په پخپلې وعدې وفا ونكړه.
دا په داسې حال كې ده چې سعودي كورنۍ محكمې ته په ليږلي ليك كې د فهد او جانان ترمېنځ د واده ادعا رد كړې ده. ددې سره سره د انګلستان عالمي محكمې سعودې كورنۍ، فرب ته د ۲۰،۲۵ ميليونو پاونډو په وركولو محكومه كړه چې اوسمهال ۳۱ ميليونه ډالره كيږي.


۶۷ كلنې جانان فرب د فهد بن عبدالعزيز د مړينې نه وړاندې د ۴۰۰ ميليونو غرامت اخيستلو دعوا كړې وه خو د فهد د مړينې سره محكمې دا دعوا ونه منله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه