روسیه غواړي چې بشار اسد او مخالفین د یو میز تر شا کینوي

362535
روسیه غواړي چې بشار اسد او مخالفین د یو میز تر شا کینوي


د منځني ختیځ او افریقا لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل بوګدانوف ویلي دي چې هیواد يي په پام کې لري چې د سوریې د راتلونکي په اړه په راتلونکې اوونۍ کې یو ځل بیا مذاکرات پيل کړو.
هغه وویل چې پدې مذاکراتو کې به د سوریې رژیم او مخالفینو ته بلنه ورکړي.
هغه وویل چې د مذاکراتو په اړه د سوریې د رژیم سره کومه ستونزه شتون نلري او د هغوې سره پدې اړه تفاهم رسیدلي یو. دم ګړۍ د سوریې د رژیم بیلابیلو مخالفو ډلو سره پدې مذاکراتو کې د ګډون په خاطر خبرې کوو.
د ویلو ده چې روسیې ددینه وړاندې هم د سوریې د رژیم او مختلفو مخالفو ترمنځه د یوې غونډې او خبرو اترو کوربه توب کړی وو.
خو روسیه غواړي چې دا ځل پخپله اسد او د مخالفین د مذاکراتو د میز ترشا سره کینوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه