امریکا د داعش پر خلاف لومړني مځکني عملیات ترسره کړل

امریکا متحده ایالتونو د لومړي ځل لپاره په عراق کې د داعش د ترهګریزې ډلې پر خلاف مځکني عملیات ترسره کړل.

398383
امریکا د داعش پر خلاف لومړني مځکني عملیات  ترسره کړل

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې به مځکنیو عملیاتو ته دوام وکړو.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې پر خلاف نوې ستراتیژي جوړه کړه . ددې سره سم د امریکا د دفاع وزیر د داعش پر خلاف د عملیاتو د کچې د لوړولو نه خبر ورکړ.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اکتوبر په ۲۳ مه د جمعې په ورځ برت مک ګور د داعش پر خلاف د مبارزې د نوي مشر په توګه وټاکه. ویل کیږي مک ګور چې د منځني ختیځ د سیمې د نامتو څيړونو او کارپوهانو نه دی هر څه ژر به د جان الن پر ځای په دنده پیل وکړ.


اوباما د مک ګور نه د عراق په مسله کې د خپلو مهمو سلاکارانو نه د یو په توګه یادونه کړې ده او هغه د تیر یو کال راهیسې د داعش پر خلاف د مبارزې په برخه کې جان الن ته هم مشورې ورکولې. اوباما ویلي دي چې د مک ګور مقرري به د داعش پر وړاندې په مبارزه کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
سیاسي شنونکي وايي دا لا معلومه نده چې د مک ګور د ټاکنې سره به د داعش پر وړاندې د امریکا په ستراتیژۍ او سیاستونو کې تغیرات راشي او که نه.
د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړو ځواکونو تیره اوونۍ د عراق په شمال کې د داعش د ډلې پر خلاف ځانګړي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې ۷۰ تنه زنداني کوردان د داعش د منګولو نه وژغورل.
امریکا په عراق او سوریه کې د داعش پر خلاف د نړۍوال ایتلاف د جوړولو نه وروسته دا لومړی ځل دی چې پلي عملیات ترسره کوي. پدې عملیاتو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړ. امریکا د داعش پر خلاف په مبارزه کې د لومړي ځل لپاره خپل یو تن سرتیری د لاسه ورکړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه