د جرمني فدرال او ایالتي حکومتونو تر منځه د کډوالو په مسلې تفاهم

د جرمني پریکړه وکړه چې د کډوالو سره به د میاشتې ۶۷۰ ایرو مرسته وکړي.

353933
د جرمني فدرال او ایالتي حکومتونو تر منځه د کډوالو په مسلې تفاهم

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ویلي دي چې فدرال حکومت به د ایالتي حکومتونو سره د هر تن کډوال په خاطر د میاشتې ۶۷۰ ایرو مالي مرسته وکړي.
لومړۍ وزیرې مرکل د ایالتي حکومتونو د مشرانو سره په غونډه د کډوالو په برخه د مالي مرستې په مسلې تفاهم وکړ.
جرمني لومړۍ وزیر وویل چې په پام کې لري چې ۸۰۰ زره تنه کډوال ومني . همداشان کډوالو ته به د کډوالۍ لپاره د مراجعې د ورځې به په اعتبار سره د کډوالۍ د مسلې د معلومیدو پورې د میاشتې ۶۷۰ ایرو مالي مرسته وکړي.
لومړۍ وزیرې مرکل وویل چې ددې سربیره به فدرال حکومت د ایالتي حکومتونو سره د کډوالو لپاره د سرپناه ګانو د جوړولو په برخه کې هم ۵۰۰ میلیونه ایرو مرسته وکړي. مرکل ویلي دي چې د هغه ماشومانو کډوالو لپاره چې سرپرست ونلري د لا ښې روزنې په موخه د ایالتي حکومتونو سره ۳۵۰ میلیونه ایرو مرسته وشي.
مرکل ددې مرستو د اعلان سره د کډوالو په اړه د ایالتي حکومتونو اندیښنې یو اندازه له منځه یوړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه