اروپا د کډوالو سره په لا بد چلند پیل وکړ

هنګري ویلي دي چې ددینه وروسته هغه کډوال چې په ناقانونه ډول ددوی خاورې ته د ننوتو هڅه وکړي زندان ته واچوي.

387815
اروپا د کډوالو سره  په لا بد چلند  پیل وکړ

هنګري ویلي هغه کډوال چې ددوی هیواد ته يي د داخلیدو نه د مخه د کډوالۍ په خاطر مراجعه کړي نوي سمدلاسه د هیواد د پولو نه بیرته وباسي.
د هنګري حکومت نن د قانون په هغه طرحه چې ناقانونه کډوالو ته پکې لا زیات مجازات په نظر کې نیول شوي دي کار پیل کړ.
د هنګري حکومت ویلي دي چې ددې قانون د تصویب نه موخه اروپا ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی.
ویل کیږي د هنګري نه په ناقانونه توګه نورو اروپايي هیوادونو ته تګ راتګ د ټولنې نظم د ګواښ سره مخامخ کړی دی . هنګري به ددې نوې قانون د تصویب سره په ناقانونه توګه ددوې خاور ته راداخلیدل په یو لوی جرم بدل کړي.
د نوي قانون له مخې ویل کیږي هر هغه څوک چې وغواړي په قاچاقي او یا ناقانونه توګه ددوی د خاورې نه اروپا ته د تلو هڅه وکړي او یا هم پدې هیواد کې پاتې کیدو هڅه وکړي د نیول کیدو نه وروسته به زندان ته واچول شي او تر دریو کلونو به په بند محکوم کړی شي.
همداشان هر هغه کډوال چې پدې هیواد کې بیت المال ته ضرر ورسوي سزا به يي لا پسې ډیره شي.
هنګري په پام کې لري چې ددینه وروسته هر هغه کډوال چې به سربستان کې ثبت نام نوي کړی او دې هیواد ته د راننوتو هڅه وکړي یا زنداني او یا هم سمدلاسه د پولو نه اخراج کړي.
هنګري د سربستان ته هم هغه پوله چې د کډوالو په خاطر پرانیستې وه تیره ورځ په کامله توګه وټړله. تر اوسه پورې به کډوالو ته تر ۱۵ کیلومترۍ پورې د داخلیدو اجازه ورکول کیده.
د هنګري هیواد د کډوالو د ستونزې د مبارزې او مخنیوي په خاطر لا زیات ځواکونه په پولو کې ځای په ځای کړي وو. همداشان هنګري د سربستان ته د پولې د تړولو سره نوموړي هیواد ته د کډوالو تګ راتګ کچه د پام وړ راټیته شوې ده .
هنګري خپل یو شمیر اضافه ځواکونه بیرته خپلو قشلو ته ستانه کړي دي.
د بله پلوه د هنګري هیواد د سربستان ته په ګډه پوله کې خپل هوايي حریم هم تړلی دی. د هنګري حکومت ویلي دي چې دا پریکړه يي د کډوالو ته د پولیسو او اردو د ښې مبارزې په خاطر کړې ده .
د یادولو وړ ده چې په اروپايي ټولنه کې د جرمني نه وروسته اتریش او سلواکیا هم د شینګڼ تړون د ځنډولو پریکړه وکړه .
دې دوو هیوادونو هم په خپلو پولو کې جدي کنټرول پيل کړی دی .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه