روسي محکمې په کتاب چې قرانکریم ایتونو پکې شتون درلود بندیز ولګو

په روسیه کې یوې محکمې په دیني کتاب چې پکې د قرانکریم ځینونو ایتونو ته ځای ورکړ شوی وو بندیز ولګو.

386444
روسي محکمې په  کتاب چې قرانکریم ایتونو پکې شتون درلود بندیز ولګو

محکمې د تندلارۍ او افراطیت په بهانه په کتاب بندیز لګولی دی .
د روسیې په سویل کې د ساهیلینسکی په یو کتاب چې پکې د قرانکریم ځینونو ایتونو ته ځای ورکړی وو د تندلارۍ په بهانه بندیز ولګید.
ویل کیږي د یاد شوي ښار یو تن قاضي محکمې ته په نوموړي کتاب د بندیز لګولو په خاطر وړاندیز کړی وو.
ویل کیږي دا کتاب ( الله ته د دعا کولو معنا او اهمیت ) په نامه دی چې د ځینو قراني ایتونو نه پکې کار اخیستل شوی دی . محکمې د کتاب په اړه د څیړونو نه وروسته په کتاب بندیز ولګو.
د بله پلوه د همدې محکمې ریس الکساندر چوهاري د قاضي د پریکړې په اړه په غبرګون کې ویلي دي کیدای شي چې قاضي پدې پریکړه کې خطا کړي وي.
د بله پلوه د چیچینستان ولسمشر رمضان قدیروف د محکمې د پریکړې په اړه سخت غبرګون څرګند کړی دی. قدیروف د محکمې د پریکړې نه هیواد د بې استقرارۍ پر لورې د بیولو او ملت ته اهانت په توګه ارزولې ده .
د محکمې ریس ویلي دي چې هو دا حقیقت دی چې قاضیان هم ځیني وخت خطا کولی شي. خو موږ ټینګار کوو چې باید خطا ونکړي. هغه زیاته کړه چې د روسیې د قضا د ظرفیت ډیر لوړ دی .
د محکمې ریس وویل چې قاضیان باید سیاسي پریکړې نکړي او زما پوره باور لرم چې نه يي کوي. هغه د چینچستان په ولسمشر غږ وکړ چې په پریکړې د اعتراض په خاطر متقابله دعوا پرانیزي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه