په هند کې چاودنې په سلګونو تنه ووژل

په هندوستان کې په یو رستورانت کې د ګازو د بالون د چاودنې په پایله کې نږدې ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

386459
په هند کې چاودنې په سلګونو تنه ووژل

د رویټرز خبري اژانس د سیمې د پولیسو د ویاند له قوله لیکلي دي چې پدې پيښه کې ۴۹ تنه مړه او لږ تر لږه ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویاند ویلي دي چې د ګازو د بالون د چاودنې له امله د رستورانت چت راونړید چې د همدې امله يي د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده .
پیښه نن د پلازمینې نوي ډهلي سویل لورې ته په ۸۰۰ کیلومترۍ کې مادیا پردیش ایالت د جابوا په سیمه کې رامنځته شوې ده .
پیښه د سهار د اتونیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه .
د سیمې یو تن پولیسو خبري رسنیو ته بیا ویلي دي چې پیښه پداسې حال کې رامنځته شوه چې یو زیات شمیر دولتي مامورین او ښوونځي زده کوونکي د سهار د چای د خوړو په خاطر رستورانت ته راغلي وو.
چاودنې د رستورانت شاوخوا دوکانونو ته هم د پام وړ زیان اړولی دی. د چاودنې لامل معلوم ندی.
همداشان د سیمې یو تن بل پولیس بیا ویلي دي چې رستورانت د بسونو یو تن ځای ته ډیر نږدې وو چې د همدې امله ځاني زیان کچه لوړه ده . ډیری خلک دندو او ښوونځیو ته د تلو پر خاطر په رستورانت او بسونو تم ځای کې سره راټول شوي وو.
چاودنه د سهار د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مهال رامنځته شوې ده . پولیسو د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه